روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په امریکا کې قیمتۍ په خلکو منفی اثر کړی

د سپینې ماڼۍ اقتصادی چارو مشر براین ډیس وایی :اوسمهال په امریکا کې د قیمتۍ کچه زیاته ده او د اقتصاد وزارت یې زیاته کړې ، چې د اکتوبر په میاشت کې د عام استعمال شیانو قېمتونه ۲،۶ سلنه لوړ شوی ، چې دا قیمتی د ۱۹۹۰ میلادی  کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده. د تېر کال په پرتله د خوراکی توکو قیمتونه ۳،۵ سلنه زیات شوی او دغه راز د تېر کال په پرتله د تېلو نرخونه هم لوړ شوی، چې اوسمهال موټر چلوونکی د یو ګېلن تېلو درې اشاریه دېرش ډالر قیمت ادا کوی ،چې د کال مخکې په نسبت یو ډالر او اته سنېټه زیات نرخ او د ۲۰۱۴میلادی کال راهیسې د پېټرولو په بیو کې تر ټولو لوړه کچه ده. د امریکا ولسمشر جوبایډن امر‌ کړی، چې د پټرولو نرخونو راکمولو لپاره دې ستراتیژیک ذخایر استعمال شی. امریکا د خلیج مېکسیکو د ساحل سره پټو ذخایرو کې ۶۱۲ مېلین بېرل تېل لری ،چې که د دغه تېلو صفا کېدل پیل شی ،نو په مؤقت ډول به د تېلو قېمتونه کم شی، خو د امریکا ولسمشران په عموموی توګه دغه ذخایر په هېوادنۍ کچه د بېړنیو حالاتو لپاره ساتلی لکه د منځنی خیتځ نه او ایا د شمالی اېټلانټک نه د تېلو رسد بندېدلو پر وخت چې استعمال یې یواځې د متحده ایالاتو د شپږ میاشتو ضرورت پوره کولای شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید