روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په امریکا کې یو زده کوونکی درې تنه وژلی

 د پولیسو د مشر مرستیال میشایل مک کابې، خبریالانو ته وویل، چې په دې پیښه کې یو ۱۶ ځوان او دوه نجونې چې یوه یې ۱۷ کلنه او بله یې ۱۴ کلنه وه، وژل شوی دی.په دې پیښه کې لږ تر لږه د یوه ښوونکی په ګډون ۸ تنه ټپیان شوی دی. دوه ټپیان عملیات شوی هم دی، په داسې حال کې چې د نورو ټپیانو وضعیت ښه دی.د ډزو دغه پیښه د اکسفورډ سیمې په اکسفورډ لیسه کې رامنځته شوې ده. دغه سیمه له دیترائت څخه نږدې ۴۸ کیلومتره لېری پرته ده او شاوخوا ۲۲ زره تنه اوسیدونکی لری.میک کابی خبریالانو ته ویلی: پلټونکی هڅه کوی دا معلومه کړی چې د دې ډزو تر شا مقصد څه وو؟ هغه ووېیل ،چې په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېدونکو دغو تورونو څخه خبر دی ،چې تر ډزو مخکې د برید ګواښونه ورکول کیدل، خو هغه خبرداری وکړ چې کومې نتیجې ته د پلټونکو تر رسیدو مخکې باید په دا ډول خبرو باور ونه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید