روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په امریکا کې د چین سفارت د کورونا د سرچینې معلومول سیاسی لوبه ګڼی

د امریکا په متحده ایالتونو کې د چین سفارت وایی: د کورونا ویروس د سرچینې معلومولو لپاره سیاسی شور او زوږ به دا مسئله لاسخته کړی ،چې دغه ویروس له کوم ځایه راغلی او څرنګه انسانانو ته لېږدېدلی دی؟دغه سفارت د غبرګولی ۶مه په وېب پاڼه کې په خپاره کړی بیان کې ویلی، چې په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو هغه پخوانۍ سیاسی لوبه ، چې نړۍ ته د کورونا ویروس له کوم ځایه خپور شوی؟ پیل کړې ده.په بیان کې ویل شوی ،چې چین د کووېډ – ۱۹ د لومړنیو پېښو او په نړۍ کې د بیولوژی د پټو لابراطوارونو په اړه د هر اخیزې څېړنې ملاتړ کوی.دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږی، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکا د استخباراتو له ادارو وغوښتل چې د دغه ویروس د سرچینې د معلومولو لپاره دې خپلې هڅې دوه چنده زیاتې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید