روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په امریکا کې د قانون له تصویبه وروسته ۴ چینایی شرکتونو تاوان کړی

په امریکا کې د قانون له تصویبه وروسته د چین څلورو سترو شرکتونو په درېیو ورځو کې څه باندې ۶۰ میلیارد ډالره تاوان وکړ.د امریکا د تبادلې او امنیت کمېسیون د وایی، چې نوی قانون یې تصویب کړی، چې پر اساس یې هغه کمپنۍ د متحدو ایالاتونو د ونډو له بازاره اېستل کېږی، چې د امریکا د تفتیش معیارونه پوره نه کړی.له دې اعلانه وروسته په تېرو درېیو ورځو کې د چین د علی بابا شرکت ونډې ولوېدې او څه باندې ۳۰۳ میلیارد هانګ کانګی ډالره ،چې له ۳۹ میلیارډه امریکایی ډالرو سره برابرېږی، تاوان وکړ.همدا راز د چین بایدو شرکت څه باندې ۱۰۷ میلیارډه، جې ډی ډات کام دېرش نیم میلیارده او نیتیسې ۲۷ میلیارده هانګ کانګی ډالره تاوان کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید