روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په امریکا کې دیموکراسی د زوال پر لور روانه ده

 په سویډن کې د تهنک ټینګ فکری بنسټ او د دیموکراسۍ او انتخاباتو لپاره د مرستې نړیوال انستیتیوت (نړیوالې مفکورې)، په نړۍ کې د دیموکراسۍ د وضعیت په اړه خپل تازه رپوټ خپور کړی دی.په رپوټ کې ویل شوی ،چې په تیره لسیزه کې د نړۍ په ډېرو جمهوریتونو کې د زوال پر لور د دیموکراسۍ میلان دوه برابره زیات شوی دی. اوس دا وضعیت د نړۍ یو پر څلورمه برخه هېوادونو کې لیدل کېږی.په دې کې د امریکا په څیر مستحکم جمهوریت او د هنګری، پولنډ او سلوانیا په څیر اروپایی هېوادونه هم شامل دی.د ((انټرنیشنل آیډیا)) یا نړیوالې مفکورې د دغه کلنی رپوټ په حواله امریکا او یو شمېر اروپایی هېوادونو کې د اتباعو آزادی په پرله پسې ډول مخ پر کمېدو ده، په داسې حال کې ،چې دیکتاتوری حکومتونو ((د پخوا په پرتله څو برابره زیات سرکوبه کوونکې چلند اختیار کړی دی.))

(( امریکا په لومړی ځل د دیموکراسۍ زوال په لیست کې))  د سویډن د نړیوالې ادارې دغه رپوټ په داسې یوه وخت کې خپریږی ،چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په راتلونکی میاشت کې د دیموکراسۍ په هکله د مجازی غونډې کوربه توب کوی.په دې غونډه کې به چې د دسمبر میاشتې پر دویمه به و شی د نړۍ د ۱۰۰ هېوادونو مشران ګډون وکړی او پر هغو موضوعاتو به بحث وشی چې دیموکراسی یې له ننګونو سره مخ کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید