روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په امریکا کې بریدګر پر پولیسو موټر خېژولی

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د کانګرېس ودانۍ ته نږدې بریدګر خپل موټر پر امنیتی کسانو ورخېژولی، چې یو پولیس یې وژلی دی.د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، وړمه ورځ بریدګر د کانګرېس ودانۍ مخې ته پر پولیسو موټر ور وخېژاوه ،چې په پایله کې یې یو پولیس ووژل شو.وروسته بریدګر له موټره ښکته شو او چاړه په لاس یې پر نورو پولیسو ور منډه کړه، چې هغوی پرې ډزې وکړې، د پولیسو په خبره، دغه بریدګر په روغتون کې ساه ورکړه.د کانګرېس ودانۍ ساتونکو پولیسو وروسته وویل: وژل شوی پولیس افسر ویلیم (بیلې ) نومېږی چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې د کانګرېس ساتونکو پولیسو افسر په توګه دنده درلوده.د یادونې وړ ده ،چې تر دې وړاندې هم پر ګانکرېس برید شوی و، خو ډله‌ییز وو او ګڼو کسانو ته په کې مرګ‌ ژوبله اوښتې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید