روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې ګرځنده موبایلونه ثبتېږی

افغان حکومت غواړی د ګرځنده تلېفونونو او برېښنایی وساىلو د ثبتولو د سىستم طرحه پلی کړی.د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ وزارت وایی ،چې د نوی سىستم له مخې، به په افغانستان کې ټول ګرځنده موباىلونه او ورته نور برېښنایی وساىل ثبت او راجستر کېږی. د چارواکو پر وىنا حکومت غواړی ،چې له دې لارې د موباىلونو د وارداتو او خرڅلاو د مالىاتو د نه ورکړې مخه ونىسی. د مخابراتو او تکنالوژۍ د وزارت وىاند، ساىر ځلاند امرىکا غږ ته ووىل، چې دغه کړنلاره نورې ګټې هم لری (( د دغې طرحې له مخې ، به داسې سىستم جوړېږی ،چې د مشترىانو فزیکی خوندیتوب، د مباىل کاروونکو د شخصی حرىم ساتنه، د جرمونو او مالیاتو څخه د فرار مخه نىول کېږی.))حکومت د طرحې له منلو وروسته به د سىستم د جوړولو پر پلان کار کوی او د دغه پلان د پلې کولو پروژه به آزادو سىالىو ته وړاندې کوی.ښاغلی ځلاند ووىل: ((د سىستم له مخې به ټول ګرځنده تلېفونه ثبتىږی، د خلکو شخصی معلومات به خوندی کېږی، افغانستان ته نوی الکترونىکی وساىل په ګمرکونو او هوایی ډګرونو کې ثبت او راجستر کېږی. هېڅوک به ونه شی کولى ،چې دا وساىل په ناقانونه ډول وکاروی.))د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ د وزارت د معلوماتو په اساس ، دا مهال په افغانستان کې ۲۳ مىلىونه مخابراتی مشترىان او کاروونکی شته چې ۲۱ مىلىونه ىې فعال او دوه میلىونه نور ىې غىر فعال دی.په دوى کې د ګرځنده موباىلونو، لىنی تلېفونو او نورو مخابراتی وساىلو ټول کاروونکی شامل دی.په افغانستان کې د سىمکارتونو د کارولو ىوه ستونزه دا ده، چې ډېر شمېر سىمکارونه ناراجستر وی او ډېر کله په جنایی پېښو کې له همدا ډول سىمکارتونو څخه کار اخىستل کېږی.ښاغلی ځلاند ووىل: سره له دې چې مخابراتی شرکتونه له راجستر پرته سىمکارتونه نه پلوری، خو ستونزه دا ده. چې (( ىو کس لسګونه او ىا ښایی سلګونه سىمکارتونه واخلی او په خپل نامه ىې ثبت او راجستر کړی او بىا په تور بازار کې خرڅ کړی.))دى واىی، چې له اړوندو مخابراتی شبکو سره ىې ګډ کار پىل کړى ، چې دا ستونزه هم حل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید