روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې کابو یو میلیون ماشومان یتیمان دی

د افغان حکومت د اټکل له مخې، په دې هېواد کې د یتیمو ماشومانو شمېر شاوخوا یو میلیون دی، چې له دې ډلې یې یوازې لس زره په پالنځایونو یا یتیم خانو کې ساتل کېږی. د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، د دې لس دزرو یتیمو ماشومانو لپاره په ټول هېواد کې ۶۵ یوازې دولتی او خصوصی پالنځایونه شتهپه افغانستان کې د ماشومانو ملاتړی بنسټونه د یتیمو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولی او په دې برخه کې د حکومت ګامونه اغېزمن نه بولی.د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، په هېواد کې د یتیمو ماشومانو کره شمېر نه دی څرګند، خو د اټکل او د یو شمېر راپورونو له مخې دا شمېر شاوخوا یو میلیون ښودل شوى.د افغانستان د یتیم خانو عمومی رییس فیضان احمد کاکړ د یتیمو ماشومانو د ملاتړ او ساتنې لپاره د پام وړ کارونه نه دې شوی.نوموړی وایی: د یتیمو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږی، خو هغه امکانات چې دوی ته په کار دی، په لاس کې یې نشته.د افغانستان د قوانینو له مخې، له اتلس کلنۍ ټول کم عمره ماشومان چې بې سرپرسته وی، دولت یې په پالنځیو کې د روزنې زمینه برابروی او کله چې دوی له اتلسو کالو پورته شی، نو اړ دی چې له پالنځیو ووځی ، خو په کابل کې د شخصی یتیم خانې مشر مجیب الرحمن لحاظ بیا په دې اند دی ، چې یتیمان تر هغو چې په ټولنه کې په خپلو پښو نه وی درېدلی باید د حکومت تر جدی پاملرنې لاندې وی او ملاتړ یې باید وشی. ښاغلى لحاظ وایی: (( افغان حکومت د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې،  د ماشوم عمر یا د طفلیت سن تر ۱۸ کلنۍ ښودلی. موږ په اندېښنه کې یو او خپله اندېښنه مو د بشر د حقونو له کمېسیون سره هم شریکه کړې ده. په دې خبره باید تجدید نظر وشی، ځکه چې په افغانستان کې عموماً په همدغه سن یعنی ۱۸ کلنۍ کې په جګړو او ټولنیزو ناخوالو کې له تنکیو ځوانانو ناوړه ګټه اخیستل کېږی. که موږ په ۱۸ کلنۍ کې له یوه ماشوم نه لاس واخلو دا په دې مانا چې موږ یو باغ ثمر ته رسوو، خو د یوه بل چا په لاس کې یې ورکوو چې ورنه ناوړه ګټه پورته کړی.)) د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې،  په دغه هېواد کې درې اعشاریه یو میلیون ماشومان له جګړې، قاچاق، په نېشه یې توکو له روږدېدو او نورو خطرونو سره مخامخ دی چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې یتیم ماشومان دی.د ماشومانو ملاتړی بنسټونه افغان حکومت د یتیمو ماشومانو وضعیت ته په نه پاملرنې تورنوی او په دې برخه کې د جدی ګامونو غوښتنه کوی.       شازیه حیا

ممکن است شما دوست داشته باشید