روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې په  هرو سلو کسانو کې ۲۱ د زړه له ناروغۍ مری

د یوې څېړنې له مخې په افغانستان کې ۲۱ سلنه مړینه د زړه د ناروغۍ له امله ده. د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د زړه د ناروغۍ په اړه څېړنه شوې ده.د عامې روغتیا وزارت د غیر ساری ناروغیو د کنټرول د برخې مشر سید حبیب الله اروال بی بی سی ته ویلی: په نړۍ کې۵،۱۷ سلنه مړینه د زړه د ناروغۍ له امله رامنځته کېږی او دا ناروغی ورځ په ورځ زیاتېږی.دی وایی: وروستی معلومات ښیې چې په افغانستان کې ۴۴ سلنه مړینه د غیر ساری ناروغیو له امله چې په کې شکر، تنفسی ناروغۍ، د زړه ناروغۍ او سرطانی ناروغۍ دی چې ۲۱ سلنه مرګونه یې بیا د زړه د ناروغۍ له امله دی.اروال زیاتوی دوه کاله دمخه د غیرساری ناروغۍ په اړه څو سروې ګانې هم شوی ، چې په دې کې د زړه ناروغی هم شامله ده.

دی وایی: (( دا سروې په څلورو لویو ښارونو کې شوې وه، خو د عامې روغتیا وزارت د روان کال له وری میاشتې راهیسې یو افغانستان ګډون سروې پیل کړې وه او پای ته مو رسولې او پایلې به یې تر یوې میاشتې پورې ښکاره شی))

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساری ناروغیو د کنټرول د برخې مشر ښاغلی اروال د دې ناروغی لاملونه هم په ګوته کړی، چې نوموړى یې د هوا چټل والى، سګرېټ (دخانیات)، ناسالم خواړه، چاغوالى، د فزیکی فعالیتونو کموالى، له الکولو ګټه اخیستنه اوپه کلیو او بانډو کې باروت یې مهم لاملونه یاد کړل.په سوېلی آسیا کې د ککړې هوا له کبله مړینه ډېره شوې نوموړی د زړه له ناروغۍ څخه د خوندې کېدو په اړه سپارښتنه کوی،  چې باید له نېشه یی توکو څخه ځان وژغورئ، ټولې خواوې دې له باروتو ګټه اخیستنه کمه کړی، په خوړو کې دې زیات سابه وکاروی او چاغوالى دې کم کړی چې ورزش ورته ډېره ګټه رسوی. دروغتیا وزارت وایی: هر کال په دغه هېواد کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د زړه ناروغۍ له امله مری. د وزارت په وینا دغه ناروغی ورځ تر بلې په افغانستان کې د ډېرېدو په حال کې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید