د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان دکرېکټ د ملی لوبډلې دتکړه چټک توپ اچوونکی حمید حسن په همکارۍ په افغانستان کې د شل اوریزو سیالیو لیګ په نوی طرز او بڼه جوړیږی.دغه لیګ چې «Last man stand» یعنې وروستی لوبغاړی لوبېږی- نوم ورکړ شوی، د افغانستان له کرېکټ بورډ او نورو بورډونو څخه یې د جوړیدو جواز ترلاسه کړی او ډېر ژر به پیل شی.ددغه لیګ اصول او قوانین به د نړۍ له نورو ټولو لیګونو مختلف وی، په دې کې به هره لوبډله اته لوبغاړی لری، شل اورونه به یې وی، خو هر ځل به پنځه توپه وی، په یو وایډ یوه منډه، خو په دویم وایډ توپ به درې منډې حسابېږی، همدا ډول که په وروستی توپ شپږیزه ووهل شی هغه به ۱۲ منډې حسابیږی. په دې لیګ کې به وروستی یوازې پاتې لوبغاړی (Last man) هم توپوهنه کولای شی.حمید حسن رسنیو ته وویل، چې له دې ډول کرېکټ سره به هغو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شی چې د شپږیزې لیګ او د افغانستان پریمیئر لیګ سیالیو نه پاتې شوې دی.د یادونې وړ ده، چې دغه لیګ به د نړۍ په ۱۴ نورو هېوادونو کې هم و شی ، خو ټاکل
شوې چې په افغانستان کې به یې لومړۍ سیالۍ د راتلونکی جون میاشتې پرمهال و شی.