روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې هېڅ کورنۍ جګړه نشته ټوله لوبه پاکستان روانه کړې

د عوامی نیشنل ګوند ایالتی مشر ایمل ولی خان وایی: په افغانستان کې د پاکستانی وسله والو موجودیت په اړه د پاکستانی دولت ادعا د هغې پالیسۍ برخه ده، چې پاکستان یې د خپل ځان د سپیناوی لپاره تعقیبوی.نوموړی پرون په فېسبوکی یاداشت کې وېیلی، چې د افغانستان په هکله د پاکستان زهرجنې پالیسۍ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د نسلونو ژوند برباد کړی دی.ده زیاته کړې، دوی د پاکستان په خبرو نه غولېږی، سپینه خبره کوی او هغه دا ده ،چې په افغانستان کې هېڅ کورنۍ جګړه نه شته، کومه لوبه چې روانه ده د پاکستان مداخله ده.ایمل ولی خان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوی ،چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وېیلی ،چې په افغانستان کې دجګړې پر مهال د وژل شویو او ټپی شویو طالبانو مړی او ټپیان دغه هېواد ته ور وړل کېږی او هلته یې درملنه کېږی.که څه هم پاکستان وایی، چې د افغانستان حکومت سره یې اړیکې د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ په اساس دی، لاکن نوموړی له افغان طالبانو غوښتی ،چې په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو د فعالیت مخه ونیسی.شیخ رشید دا خبرې د پاکستان له خصوصی تلوېزیونی چینل جیو نیوز سره په مرکه کې کړی او وېیلی یې دی ،چې د اکثرو طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوی.رشید زیاتوی: (( مسئله دا ده چې د اکثرو طالب مقاماتو کورنۍ دلته په پاکستان کې ژوند کوی؛ هغوی په مروت، کوز دیر، بارکو او ترنول کې اوسېږی.))افغان مقامات ادعا کوی ،چې طالب مشران په کوېټه او کراچۍ کې ژوند، کار او تجارتونه کوی، د کوېټې او پېښور په نامه شوراګانې لری، جیګپوړی مقامات یې په کوېټه کې ژوند کوی، او مشران یې د پاکستان په پاسپورټونو سفرونه کوی.ویل کېږی، چې پاکستان له نږدې ۴۵ کلونو راهیسې او حتی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت‌ پر وخت په کابل کې د واکمنو مرکزی حکومتونو پر ضد وسله وال روزلی او بیا یې افغانستان ته د ورانکارۍ او د افغانانو د وژلو لپاره رالېږلی او دا لړۍ تر اوسه دوام لری.‌

ممکن است شما دوست داشته باشید