روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې له پوځی حضور پرته کولی شو د ترهګرېزو ګواښونو مخه ونیسو

د امریکا متحده ایالتونه وایی: دغه هېواد به له پوځی حضور پرته افغانستان کې د القاعده ډلې احتمالی احیا کېدل په نظر کې ولری.امریکایی چارواکی زیاتوی، واشنګټن له پوځی حضور پرته کولی شی په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو پر وړاندې د تروریستی ګواښونو مخه ونیسی.د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکی د پنجشنبې  په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لری.هغې زیاته کړه: (( د امریکا متحده ایالتونو پر وړاندې ګواښ که له افغانستانه سرچینه واخلی، په هغه حد کې به وی چې وکولی شو په هغه ځای کې د پښې ځای درلودلو پرته یې مخه ونیسو. زموږ وړتیاوې په تېرو ۲۰ او آن ۱۰ وروستیو کلونو کې د پام وړ ډېرې او لاښې شوی دی.))بل خوا د امریکا متحده ایالاتو د ملی امنیت سلاکار جک سولېوان هم ویلی ،چې واشنګټن کولی شی په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې لاس په کار شی.سولېوان په دې اړه د (سی.اېن.اېن)) خبری شبکې سره په مرکې کې ویلی: (( دا یو واقعیت دی، کله چې هلته د امریکا متحده ایالتونه او ائتلافی قواوې نه وی، له ګواښ سره زموږ د مقابلې وړتیا به بدله شی، خو باور لرو ،چې سیمه کې زموږ وضعیت په هغه سطح کې پاتېږی چې وکولی شو په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ وځپو.))سولېوان زیاته کړه، چې واشنګټن په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوی او د ده پر وینا طالبانو ته یې پیغام واضح دی.دی وایی: (( موږ نیت لرو د بشری او اقتصادی مرستو له لارې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړو او طالبانو ته یو ښکاره پیغام ورکړو، چې که نه غواړی له نړۍ بېل اوسی او د نړیوالې ټولنې له خوا محکوم او یوازې شی، نو د تېرو شلو کلونو پرمختګونه او لاسته راوړنې به شاته نه کړی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید