روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې روانې جګړې د توکو بیې لوړې کړې

د طالبانو له لوری د ٧ مهمو بندرونو په کنټرول سره، خلک د خوراکی او سونګ توکو له لوړې بیې شکایت لری.٢٢کلن محمود چې کندهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمه کې ژوند کوی وایی: د خوراکی او سونګ توکو بیې په بېساری ډول لوړ شوی دی.نوموړی چې د یوې اته کسیزه کورنۍ مشری زیاتوی: (( پخوا به کار پیدا کېده، خو اوس کارونه په ټپه ولاړ دی، زه ورځنۍ مزدوری کوم، کله کار پیدا شی کله نه، مرستندویه موسسې هم تړل شوی، د شپې چې وخورو ورځې ته حیرانه یو، له بلې خوا جګړه ده، خلک له ویرې له کورونو نه شی وتلی.))نوموړی وایی: د توکو بیې دوه برابره لوړې شوی چې بېوزلی کسان یې د پیرلو توان نه لری: (( پخوا به یوه قوتۍ غوړی په ٧ یا شپږ نیم سوه افغانۍ وه اوس ١١ سوه او ۶٠ افغانیو ته پورته شوې، له یوې خوا جګړه له بلې خوا د توکو لوړې بیې خلک خورا اندېښمن کړی دی.))د خوراکی توکو د ټولنې مشر فضل رحمان د یکشنبې رسنیوته وېیلی، پخوا یوه بورۍ اوړه په ۱۵ سوه افغانۍ وه چې اوس یې بیه ۱۷۴۰ افغانیو ته پورته شوې ده.همدارنګه د یو لیټر غوړیو بیه له ۳۶ افغانیو څخه ۶۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.نوموړی ووېیل: د بیو د لوړېدو یو لامل دا دی چې سوداګر اړ شوی ،چې دوه ځایه یعنې طالبانو او حکومت ته جلا-جلا مالیه ورکړی، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وایی، چې د طالبانو له خوا د سرحدی بندرونو کنټرول، په قزاقستان کې د اوړو د بیې لوړوالی، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو پورته کېدل او روانه جګړه د بیو په لوړېدو کې رغنده رول لری.د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون هم وېیلی: بندرونو کې د ناامنیو له امله د تېر لمریز کال د همدې مودې پرتله په وارداتو کې لس سلنه کموالی راغلی دی.د دغه فدارسیون مرستیال خان جان الکوزی وایی، چې له سوداګریزو مالونو دوه ځایه محصول اخیستل کېږی، یو ځای حکومت او بل ځای یې هم طالبان اخلی.دا په داسې حال کې ده ،چې د راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو کې ٧ لوی بندرونه د طالبانو لاس ته لوېدلی، چې د افغانستان د مالیې وزارت وایی: له دې سره د دولت په عوایدو کې کموالی راغلی دی.د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایی: (( د مالیې وزارت دا مهال په اسلام کلا، تور غونډۍ، ابو نصر فراهی، سپین بولدک، ای خانم، ډنډپټان او شېرخان بندر سرحدی ګمرکونو کې فعالیت نه لری ،چې دا د دولت په عوایدو هم منفی اغېز لری.))نوموړی ووېیل: د جوزا په میاشت کې حکومت له ټولو ګمرکونو ٧ عشاریه ٣ میلیارده افغانۍ عواید درلودل په داسې حال کې چې د سرطان په میاشت کې ګمرکی عواید ۴ عشاریه ۶ میلیارده افغانیو ته رسیدلی دی.په افغانستان کې د جګړو شدت، د ملکیانو مرګ ژوبلې، له کورونو بېځایه کېدل، بېوزلۍ، لومړنیو خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی او د خوراکی او نورو لومړنیو توکو د بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړی.خلک له حکومت او طالبانو دواړو غواړی چې جګړه ودروی او سوله وکړی او په ټکو یې که داسې ونه شی روان وضعیت به لوی انسانی ناورین رامنځته کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید