روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د چین سفیر: چین ته  به د افغانستان د صادراتو لړۍ چټکه کړو

په افغانستان کې د چین سفیر((وانګ یو)) د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره په لیدنه کې ژمنه کړې،چې چین ته به د افغانستان د صادراتو لړۍ چټکه کړی.د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر ټوېټرپاڼه لیکلی، چې په دې لیدنه کې په سیاسی او سوداګریزو اړیکو، بشری مرستو او چین ته د افغان محصلینو د بېرته ګرځېدو په تړاو خبرې شوې دی.امیر خان متقی د چین له سفیره غوښتی چې افغان سوداګرو ته د چین د وېزو د ورکړې لړۍ چټکه کړی.په همدې حال کې بیا د چین سفیر ویلی، هېواد یې د افغان سوداګرو لپاره د وېزو د ورکړې په چمتووالی بوخت دی.د یادولو وړ ده چې تېره اوونۍ په چین کې د افغانستان سفیر هم د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د جنوبی آسیا هېوادونو د څانګې له مشر سره په کتنه کې غوښتنه کړې وه چې افغان سوداګرو ته دې د وېزو د ورکړې لړۍ پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید