روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندانی جنرال مېلر ته وسپارل شوه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندانی پرون د یکشنبې په ورځ  د وږی په ۱۱مه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمی ډول له جنرال جان نکلسن څخه ډګرجنرال آستن سکاټ مېلر ته وسپارل شوه.د ناټو ځواکونو نوی قوماندان په دغو مراسمو کې وویل، چې لا هم د افغانستان د پرمختګ لپاره زیات فرصتونه شته او دغه هېواد به بیا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندی ځاى بدل نه شی.

ډګر جنرال مېلر د افغانستان د جګړې د سیاسی حل لپاره پر تروریستی ډلو پوځی فشارونه اړین وبلل او وې ویل : (( موږ تشخیص کړې ، چې په افغانستان کې د سیاسی روغې جوړې لپاره پوځی فشار ضروری دى، موږ باید له خپلو افغان شریکانو سره په ګډه د امنیت په راوستلو کې همکاری وکړو.))له دې وړاندې جنرال جان نکلسن له ۲۰۱۶ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د قوماندان په توګه دنده درلوده.جنرال نکلسن په دغو مراسمو کې وویل، چې اوس د افغانستان د جګړې د پاى ته رسېدلو وخت رارسېدلى او یو شمېر طالبان هم سوله غواړی، خو دوى جګړې ته هڅول کېږی.جنرال نکلسن طالبانو ته په خطاب وویل : (( ټولې نړۍ تاسې د اوربند د وړاندیز منلو او بیا د سولې خبرو پیلولو ته وهڅولئ، حتا ستاسې خپل ولس له تاسې څخه غواړی، چې خپل اختلافات له سوله‌ییزو لارو چارو څخه په استفادې حل کړئ، د چا غږ ډېر مهم دى؟ د هغو بهرنیانو چې تاسې جګړې ته هڅوی او که د خپل ولس غږ مو چې تاسې سولې ته هڅوی.))ده زیاته کړه، چې د بل هر وخت په پرتله اوسمهال له طالبانو سره د سولې خبرې نږدې شوی او په دې برخه کې د ناټو غړی هېوادونه د افغان حکومت له پلانونو ملاتړ کوی.جنرال نکلسن له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلی او د سولې لاره غوره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید