روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د ملکی وګړو د مرګژوبلې په اړه د څېړنو غوښتنه شوې

د بشری حقونو د څار نړیوال سازمان د اعلامیې په خپرولو سره ویلی،چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې باید د ملکی وګړو د مرګژوبلې په اړه ځواب ووایی.  یاد سازمان ویلی: د بهرنیو ځواکونو چې په سر کې یې امریکا ده ډېر وخت د ملکی وګړو د مرګژوبلې په اړه کافی معلومات نه ‌دی وړاندې کړی . د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې په بېلابېلو بریدونو کې د ملکیانو مرګژوبله جدی موضوع ده، چې د نړیوالو سازمانو په آند هېچا ورته پام نه‌دی کړی.دا په داسې حال کې ده چې  د امریکا دفاع وزارت د اګست په ۲۵مه نوی پلان اعلان کړ، چې له‌مخې به یې د امریکا د نظامی عملیاتو په ځانګړی ډول د ډرون بریدونو له امله د ملکی وګړو د وژل کېدو او ټپی کېدو قضیې وڅېړی،خو د بشری حقونو د څار سازمان ویلی: دا پلان د ملکی تلفاتو د پخوانیو پېښو څېړنه نه‌کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید