روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمې هېوادونو ته د خلیلزاد د سفر څرنګوالى

سمېع الله سمېع

 دیارلسمه برخه

د قطر له غونډې دامرىکا دبهرنىو چارو دوزىر هرکلى :

 د طالبانو او افغان پلاوی ترمنځ دسولې د خبرو لپاره  د  قطر له دوه ورځنۍ غونډې څخه دامرىکا دبهرنىو چارو وزىر ماىک پمپىو تود هرکلى وکړ، پمپىو دچنګاښ په ۱۶ مه دافغان دولت او طالبانو د پلاوىو دغونډې دجوړېدلو له امله ووىل: له ډېر وخت راهىسې ددغې غونډې دجوړیدلو په تمه و  او اوس خوشحاله دى، چې دولتی چارواکی ،ښځې ،مدنی فعالان او طالبان یو له بل سره په مېز ناست دی.

نوموړی زىاته کړه: امرىکا هم باىد خوشحاله شی، چې افغانان بالاخره په خپلوکې سره کېناستل او دجګړې دختمولو او غوره راتلونکې په اړه سره بحثونه پىلوی.د قطر بىن الافغانی غونډه دجرمنی بنسټ برګوف له خوا جوړه شوه ، چې جرمنی او قطرىې په ګډه کوربه توب درلود. د قطر په غونډه کې ۹ تنه افغان سىاستوالې هم شاملې وې.

 په غزنی کې خونړى برىد:

په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغان سىاستوالو او طالب پلاوی ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې روانې وې. دغزنی په ښارکې پرملی امنىت وسله والو طالبانو موټر بم برىد وکړ. په دغه برىد کې ترډېره د ښوونځیو ماشومانو اوملکی وګړوته مرګ ژوبله واوښته.

په قطر کې دافغان سىاستوالو او طالبانو ترمنځ دخبرو لومړۍ ورځ:

له ټاکلى پروګرام سره سم دقطر اوجرمنی په کوربه توب دچنګاښ په ۱۶ مه د افغان سىاستوالو او طالبانو ترمنځ خبرې پىل شوې. د غونډې لومړۍ ورځ  د دواړو لوریو په غوښتنو ، نظرىو او وړاندىزونو تېره شوه. په دې غونډه کې خلىلزاد او دجرمنی استازی مارکس پوتزل هم شتون درلوده.

 دغونډې دوهمه ورځ:

 دغونډې په دوهمه ورځ دواړو لوریو په سىاسی، پوځی او دبىن الافغانی خبرو په پىل کولو سره خپلې غوښتنې او نظریی د ورورۍ او پوره باور په فضا کې ىوبل ته وړاندې کړې، چې زىاتره موضوعات یې د پوره باور له مخې او په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د ټىنګښت لپاره ومنل شول. په دغې ورځ د دواړو لوریو لخوا ۸ ماده ىىز پرېکړه لىک ترتىب شو چې د دواړو لوریو له خوا په پوره باور سره ومنل شو.په افغانستان کې د سولې لپاره د دوحې د دوه ورځنۍ غونډې برخه والو  د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د باور رامنځته کېدو لپاره د زړو ، معىوبو او ناروغو بندىانو پرخلاصون او دټولګټو تاسىساتو دساتنې ژمنې وکړې. دسولې لپاره د دوحې د کنفرانس برخه والو دخپلې دوه ورځنې غونډې په پاى کې دىو ګډ پرېکړه لىک په خپرولو سره دافغانستان له ټولو خلکو سره دا هىله پىداکړه چې په افغانستان کې دسولې پّه راوستلو کې دامریکا ،ناټو او ملګرو ملتونو هڅې شریکې دی او انشاءالله چې دىو نړیوال کنفرانس دجوړېدلو په ترڅ کې به د نړیوالې سولې په چوکاټ کې د افغانستان سولې ته هم دتلپاتې او باعزته سولې په سترګه وکتل شی او دنړیوالو ضمانتونو په شتون کې به افغانان دباعزته سولې څښتنان شی. دافغانستان خلک ، دولت او  آزاد سىاستوال او مدنی فعالان د دوحې دغونډې پرېکړه لىک ته په نېک نظر ګوری او دبىن الافغانى خبرو د پىل لپاره یې یوه ښه لاسته راوړنه ګڼی. هیله ده چې په عمل کې دواړه لوری د پرېکړه لىک دعملی کولو لپاره اساسی لارې چارې ولټوی او دهېواد دښمنانوته ددې موقع ورنه کړی چې  دسولې په راوستلو کې بې ځایه خنډونه رامنځته کړی. کېداى  شی چې په راتلونکې کې دافغانستان خلک په مرکز او ولایتونو کې په دوحه کې دافغان سولې لپاره  د دوه ورځنۍ غونډې له پرېکړه لىک څخه دملاتړ په موخه غونډې او لاریونونه وکړی او له ټولو اړخونو څخه د ژر اوربند اودبىن الافغانی خبرو د پىل غوښتنه وکړی.

په قطر کې دافغان سولې لپاره دامرىکا او طالباانو ترمنځ دخبرو اوومه ورځ:

په دوحې کې د طالبانو او افغان سىاستوالو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته د چنګاښ په ۱۸ مه د خلىلزاد او طالب پلاوى ترمنځ د بىا خبرو د پىل کېدلو اوومه ورځ وه.په دغې ورځ خلىلزاد ، خپلې خبرې له دوه ورځنی  ځنډ وروسته بىا پىل کړې او په تېرو مسایلو بىاهم خبرې وشوې . ددغې ورځې په پاى کې خلىلزاد ، چین ته خپل سفرپىل کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید