روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د زعفرانو د کښت ساحه پراخه شوې

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایی، چې سږ کال په دې هېواد کې د زعفرانو د کښت ساحه زر هکتاره پراخه شوې او د یاد طبی بوټی حاصل ډېر شوی دی.د یاد وزارت ویاند اکبر رستمی امریکا غږ ته ویلی، چې سږ کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د زعفرانو بوټی کرل شوی دی.ده زیاته کړه:  (( تېره کال په افغانستان کې پر اووه زره هکتاره مځکې د زعفرانو بوټی کرل شوی. سږ کال دغه کچه اته زرو ته لوړه شوې ده.))ښاغلی رستمی زیاته کړه، چې تېر کال افغانستان ۲۰ مټریک تنه زعفران تولید کړی و، چې د ایران وروسته د زعفرانو دویم تر ټولو لوی تولید کوونکی هېواد و.د افغانستان د زعفرانو د ښه کیفیت له امله د دغه طبی بوټی حاصل ته په نړیوالو بازارونو کې تقاضا کال په کال په ډېرېدو ده ،خو د زعفران سوداګر وایی چې له یو لړ ستونزو سره مخ دی.د زعفران کارانو د ملی ټولنې مشر او یو تن سوداګر شکور ایثار په دې اړه وایی: (( د زعفرانو د کرنې په برخې کې اړین لابراتورونه نشته، تر څو د حاصل کچه او کیفیت په اړه لازمې لارښوونې ترې ترلاسه شی.))ایثار دا هم وویل، بهرنیو هېوادو کې د افغانستان سوداګریز استازی هم له دوی سره لازمې مرستې نه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید