روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د روسیې کرغېړنه مداخله !

روسیه له خپلې ماتې سره سره په افغانستان کې له ناوړې مداخلې لاس نه اخلی! دغه هېواد چې د اتیا یمې لسیزې په پای کې پر افغانستان له لس کلن یرغل وروسته د سیمې او نړۍ په کچه ستره پوځی او اقتصادی ماتې خوړلې، د افغانستان د حکومت پرضد د ترهګرو، طالبانو، نورو ډلو او مغرضوکسانو ملاتړ کوی. روسیې اوس په ډېر مهارت سره د داعش په ډله کې خپل څارګر یا د کې جی بی کسان ور داخل کړی او داسې ډنډورې وهی، چې ګنې د منځنۍ اسیا هېوادونه او بیا روسیه له افغانستانه ګواښل کېږی!؟ د روسیې هدف دا دی، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه پر ترهګرۍ او یا داعش ډله ووېروی او منځنۍ آسیا لکه د شوروی اتحاد په څېر یو ځل بیا اشغال کړی! د دې ترڅنګ روسیه د افغانستان د حکومت پرضد د طالبانو ملاتړ کوی او دې ډلې ته وسلې او تجهیزات ورکوی او په تاجیکستان کې د طالبانو د سرې قطعې جنګیالی روزی او همدا ډول د پخوانیو ډلو پاتې شونی د نظام پرضد پارونو ته هڅوی ! د روسیې سفارت خو په مستقیمه توګه په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنې کوی او یو شمېر کسان د ولسمشریزو ټاکنو پرضد را پاروی لکه پخوانى او په ځانګړې توګه د واک وږی او د مؤقت حکومت غوښتونکی حامد کرزی او د هغه ډلې! روسیې ویلی، چې د ټاکنو پرضد د حامد کرزی او د هغه د ډلې د دریځ ملاتړ کوی، حامد کرزی د سولې په پلمه او د (( مؤقت حکومت )) په هیله ټاکنې بایکاټ کړې وې. په داسې حال کې، چې ولسمشریزې ټاکنې ملی پروسه ده او له دې پرته د حکومت او نظام د بقا لپاره بله هېڅ لاره نه لری. که د دې ټاکنو هر څوک مخالفت کوی، هغوى د ملی پروسې مخالف دی، نو ښکاره ده، چې له ترهګرۍ، طالبانو او دغه راز مخالفو کړیو سره د روسیې ملاتړ، د افغانستان پرضد نا اعلام شوې جګړه او د ملی ګټو پرضد درېدل دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وایی، د ټاکنو پرضد د حامد کرزی او د هغه د ډلې درېدل، ستایی او روسیه یې ملاتړ کوی، ده په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د امریکا په مشرۍ د امریکا ملاتړ هم غندلی دی، حال دا چې په تېرو اتلسو کلونو کې افغانستان په بېلابېلو برخو کې سترې لاسته راوړنې لرلې او اوس افغان ولس  واک او اختیار لری، چې خپل حکومت په خپله وټاکی، د دې ترڅنګ اوس افغانستان خپل ځواکونه لری، چې هم د روسیې تر ملاتړ لاندې د ترهګرۍ او اورپکۍ ضد جګړه پر مخ وړی، هم د ملی ګټو ستاتنه کولی شی او هم هېواد ساتی. سرګی لاوروف د ولادی په نوم یوه نړیواله مناظره کې ویلی، لوېدیځ په افغانستان کې له شل کلنو هڅو او حضور سره سره ناکام شو او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې خبره ډېر ښه پوه دی.ښاغلی لاوروف ویلی، د افغان بحران د حل په تړاو د کرزی د مؤقف ملاتړ کوی: (( ښاغلی کرزی له ټاکنو څو ورځې وړاندې وویل، چې ټاکنې وځنډوئ،لومړی سوله وکړئ، خو دا په داسې حال کې وه چې افغان حکومت د سولې هڅې له یوې مخې درولې وې.))لاوروف په داسې حال کې د حامد کرزی د دریځ ملاتړ کوی، چې حامد کرزی او ډله یې په افغانستان کې د ولسواک نظام پرضد هڅې پیل کړې او یوځل بیا په غیر قانونی توګه د واک تر لاسه کول غواړی، خو دا د ولس او هېواد پرضد زیان دى او ولس په څو څو ځله د حامد کرزی دا دریځ غندلی دی. ښاغلی لاوروف پر امریکا تور ولګاوه چې ترهګری یې پیدا کړې او کله چې روسیې په افغانستان یرغل وکړ، نو واشنګټن به د مجاهدینو مالی او تجهیزاتی ملاتړ کاوه چې دا کار بالاخره د القاعدې په راپورته کېدو تمام شو. ترهګری خو پاکستان ایجاد کړې، چې څو ورځې وړاندې هم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرې دې اعتراف وکړ، پاتې شول مجاهدین، د روسانو پرضد جهاد پر افغان ولس فرض و او له همدې امله شورویانو په نړیواله کچه ماتې وخوړه، خو بیا هم د روسیې مداخله په خپله د روسیې په زیان ده ! د روسانو مفکوره هېڅ نه ده تغییر شوې، روسیه په افغانستان کې د خپل تسلط لپاره بېلابېلې پلمې جوړوی او په هېڅ توګه له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې  ټولنې ملاتړ نه شی زغملی، خو د روسیې دا هڅې به یوځل بیا له خاورو سره خاورې شی! حکومت او په ځانګړې توګه دې نړیواله ټولنه د روسیې د دې مداخلې  مخنیوی وکړی، ځکه په افغانستان کې د روسیې له خوا د فساد او ترهګرۍ را منځته کول، د سیمې او نړۍ وضعیت په خطر کې اچوی،نو موږ د روسیې دا مداخله غندو، او د دې مداخلې د مخنیوی غوښتنه کوو.

ممکن است شما دوست داشته باشید