روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د داعش پاکستانی نظامی مشر  او د درمسال د برید طراح ونیول شو

د ملی امنیت ریاست وایی، د ترهګرو ډلو د کلیدی غړیو پر ضد د عملیاتو په دوام یې دا ځل د کابل شور بازار د سیکانو په درمسال د برید طراح عبدالله اورکزی له ۱۹ نورو کسانو سره یو ځای نیولی دی.د ملی امنیت له لوری په خبرپاڼه کې راغلی چې عبدالله اورکزی د اسلم فاروقی په نوم هم پېژندل کېږی، د اورکزیو د اخونزادګانو کلی اوسېدونکی او د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې غړی دی.د ملی امنیت په وینا، د دغه ترهګر طراح پر ضد عملیاتو کې یې د قاری زاهد او سیف الله مشهور په ابو طلحه پاکستانی په ګډون ۱۹ ترهګر نیولی دی.ملی امنیت وایی عبدالله اورکزی یا اسلم فاروقی ورته په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې د داعش ډلې له خراسان څانګې سره د سیمه ییزو استخباراتو پراخو اړیکو نه هم پرده جګه کړې ده.عبدالله اورکزی چې د پېښور پخوانی نظامی مسوول تېر شوی، وایی داعش سره له یو ځای کېدو وروسته د ننګرهار، اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو کې د داعش د عملیاتو مشر و.نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ابوسعید باجوړی له وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی ټاکل شوی او ویلی یې چې د پاکستان له ترهګرو ډلو لشکر طیبې او حقانی شبکې سره یې نږدې اړیکې وې.ملی امنیت ویلی، له عبدالله سره بل نیول شوی کس قاری زاهد چې په معاذ مشهور دی په افغانستان کې د داعش نظامی مشر او سیف الله چې د ابو طلحه پاکستانی په نامه پېژندل شوی، په ننګرهار ولایت کې د داعش مختلف قتیبو لپاره د خلکو استخدام او ګمارلو مسوولیت په غاړه درلود.تېره اوونۍ کابل کې پر سیکانو برید کې ۲۷ کسان ووژل شول او بریدګر چې پنجابی غږېدلی و، داعش ډلې خپل کس او د هندوستان اوسېدونکی معرفی کړی دی.هند او افغانستان په ګډه دغه برید پاکستان کې پلان شوی وباله او پلټنې یې ورپسې پیل کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید