روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د خوړو کمښت د تیر حکومت میراث دی

عبدالباری عمر:

ملګرو ملتونو لا دمخه خبرداری ورکړی ،چې په افغانستان کې د وچکالۍ او واک ته د اسلامی امارت  تر رسېدو وروسته د رامنځ ته شوی اقتصادی بحران وروسته ښایی په افغانستان کې ۲۲ میلیونه یا د دغه هېواد تر نفوس نیمایی زیاته برخه د خوړو له سخت کمښت سره مخ شی.د اسلامی امارت د عامی روغتیا وزرات مرستیال عبدالباری عمر، په کابل کې په یوه خبری کنفرانس کې وویل: (( یو ډېر مهم مشکل دی، چې د تیر حکومت څخه په میراث راپاتې دی او هغه د خوړو کمښت دی.)) نوموړی د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ارقامو ته په اشارې سره وویل ،چې له مخې یې تر پنځه کلنۍ ښکته ۲،۳  درې عشاریه دوه میلیونه ماشومان به د کال تر پایه د خوړو له کمښت سره مخ شی. د هغه په خبره د امریکا متحدو ایالتونو له ملاتړ څخه برخمن پخوانی حکومت د دغه ناورین د مخنیوی لپاره پوره اقدامات نه وو کړی.د عامی روغتیا وزارت مرستیال ویلی: (( شل کاله د روغتیا سکتور پر بهرنیو مرستو ولاړ وو. هېڅ داسې بنسټیز کار نه وو شوی، چې د روغتیاپالنې زیر بناوې او د هغه منابع باقی وپایی.))د عبدالباری عمری په خبره بهرنیو بسپنه ورکوونکو او غیر حکومتی سازمانونو هر څه تمویلول ،خو (( هیڅ کومه فابریکه نه ده جوړه شوې او داخلی منابع نه دی کارول شوی.))نړیوال سازمانونه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی؟د فرانسې خبری آژانس په خپل رپوټ کې لیکلی ، چې اسلامی امارت د اګست پر پنځلسمه پخوانی حکومت راوپرځاوه او واک ته ورسېد. تر هغه وروسته نړیوالې ټولنې خپلې هغه مرستې کنګل کړی چې د هېواد اقتصاد پرې تر ډېره تکیه وو.د عبدالباری عمری په خبره: (( موږ څرنګه خدمتونه وړاندې کولی شو، چې بهرنۍ سرچینې محدودی شی او نړیوال سازمانونه خپلې مرستې ودروی؟ نړیوال بانک، اروپایی اتحادیه او یو ایس ایډ خپلې هغه ژمنې نه پوره کوی ،چې د افغانستان له خلکو سره یې کړې وې.))د خوړو کمښت د افغانستان څه د پاسه څلورو لسیزو ناخوالو سربیره یو کړکېچ دی چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید