روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د خونړیو پېښو د مخنیوی لپاره باید پرګاونډیو هېوادونو فشارونه زیات شی

دملی دفاع اوکورنیو چارو  د وزارتونو اودملی امنیت دلوی ریاست په ګډون د افغانستان دامنیتی ځواکونو  مسئولینو  په کابل ،  غزنی ،  فراه ، نیمروز،  شبرغان، کندز،هلمند،کندهار اونورو ولایتونو  کې دوسله والو طالبانو  دحقانی  شبکې ،القاعده ،داعش اونورو ترورېستی ډلو دوروستیو وحشیانه اوبې رحمانه خونړیو  بریدونو په غبرګون کې په خبری غونډو او کنفرانسونو کې په زغرده دا ویلی، چې په  افغانستان کې ددغه ډول خونړیو پېښو  ترشا دپاکستان دمغرضو اوتېری کوونکو استخباراتی اوپوځی کړیو  لاس دی  اوپه دې برخه کې دلاس ته راغلو باوری اطلاعاتو او معلوماتو پربنسټ دغه ترورېستی ډلې چې کچه یې ۷۲ ترورېستی ډلوته  رسېږی، دپاکستان په شپیتو  زرو استخباراتی مدرسو  کې روزل کېږی،  تغذیه کېږی ،  ماغزه یې پریمینځل کېږی،  وسله وال کېږی او  په افغانستان کې دبې ګناه ،  بې دفاع او مظلومو خلکو دبې رحمانه وژلو ، دعامه تاسیساتو دسوځولو او ړنګولو او  داسې نورو فجیعو او  شنیعو عملونو دترسره کولو  لپاره لمسول کېږی او هڅول کېږی . په دې لړ کې دافغانستان جمهور رییس محمداشرف غنی هم  ښځو دسولې داجماع له برخه والو،په غزنی کې له خلکو او  امنیتی کارکوونکو سره په غونډوکې په خپلو ویناووکې  دکابل په دشت برچی او په  غزنی ،بغلان، فراه ، کندز، ننګرهار اونورو ولایتونو کې دهېواد د تاریخی دښمنانو د روزل شویو وحشی صفتو ترورېستی ډلو دوروستیو ځانمرګو بریدونو په غبرګون کې دافغانستان په کورنیو چاروکې دځینو ګاونډیو هېوادونو دبې شرمانه او مذبوحانه مداخلو په اړه له واقعیتونو څخه پرده پورته کړه او په کلکه یې غوښتنه وکړه چې ګاونډی هېوادونه دې نور دافغانستان په کورنیو چاروکې له لاسوهنو لاس واخلی اوددې پرځای دې دبشر د ډېرستر او ګډ دښمن په توګه دترهګرو ځپلو ته مخه وکړی او له دې لارې دې د افغانستان ، هند اوامریکا په ګډون دسیمې او نړۍ دهېوادونو خلک دسیمې اونړۍ ثبات ته دسترګواښ په توګه دترهګرو له شره دتل لپاره وژغوری.

ټولې ترهګرې ډلې دپاکستان ، ایران او  روسیې په څېردسیمې داستخباراتی اوپوځی شبکو اودغه راز دنړۍ ددغه ډول مغرضو استخباراتی او پوځی کړیو، زبېښاکګرو، ښکېلاکګرو او نیواکګرو ځواکونو دخپلو نورو سیالو هېوادونودټکولو لپاره دپاکستان ، ایران ، سومالیې، یمن، سوریې اولبنان په څېر دسیمې او دنړۍ په هېوادونوکې تولید کړی. روزلی، تغذیه کړی او وسله وال کړی دی او دځانمرګو او غلچکی بریدونو، بمی چاودنو اوداسې نورو ورانکارو فعالیتونو او فجایعو دسرته رسولو  لپاره یې دا فغانستان په څېر دسیمې او نړۍ هېوادونو ته صادروی. دسیاسی شنونکو او نورو کارپوهانو په باور دنړۍ بشردوست او سوله دوست هېوادونه په خپلو کې یو لاس او یوموټی نه شی او دپوره همعږۍ او مرستې له مخې دپاکستان په څېردترهګرو ددغه ډول ملاتړو ، مغرضو او مخربو استخباراتی او پوځی شبکو اودغه راز دترهګرو دروزونکو او صادروونکو هېوادونو دځپلو لپاره په جدی او غوڅو اقداماتو لاس پورې کړی او د ایران په څېر دسیمې اونړۍ په دغه راز هېوادونوکې دترهګرو ځالې  دالقاعده دنړیوال ترورېستی سازمان دمشر اسامه بن لادن دطالبانو دمشر ملااختر محمد منصور ، دلېبیا اوعراق دوخت د استبدادی رژیمونو دجمهورو رییسانو معمرالقذافی اوصدام حسین له برخلیکونو سره مخ او له خاورو سره یې خاورې نه کړی ، نوهېڅکله به داوړۍ شړۍ نه شی او ترهګر او دپاکستان په څېر دهغوی ملاتړی هېوادونه به دنیویارک او پنتاګون په څېر آسمان څکی برجونه او دممبیی په څېر لوړ پوړې ودانۍ تل په نښه کوی،  له خاورو سره به ېې خاورې کوی او خلکو ته به یې زیاته مرګ ژوبله اړوی.

 ښه داده چې دامریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه له دې وروسته دترهګرو او  دپاکستان په څېردهغوى ملاتړی
هېوادونه په نښه کړی، وځپی ،چې په پایله کې به یې نه  یوازې په افغانستان کې امنیتی، اقتصادی او سیاسی ثبات ډېر ژر پرغوړېدو راشی او خلک به یې په آرامه ساوکاږی،  بلکې دامریکا په مشرۍ به نړیواله ټولنه هم دافغانستان په څېر دسیمې اونړۍ په جګړه ځپلو هېوادونوکې له ترهګرو  سره په جګړوکې دزیاتو ځانی،  پوځی اومالی لګښتونو له ګاللو تل خوندی شی. امریکا په تېرو نږدې اتلسوکلونو کې په افغانستان کې له ترهګرو سره په جګړه کې  خپل نږدې دری زره سرتېری او افسران له لاسه ورکړی او نږدې شل زره سرتیرې او افسران یې په کې ټپیان، معیوب، کاڼه ، ړانده ، ګونګیان ،  ګوډ ، شل او  شوټ شوی اوله  یوزرو پنځه سوه میلیارده ( یو نیم تریلیونو) څخه زیات امریکایی ډالره بې ساری  مالی زیانونه یې ګاللی  دی نوځکه امریکا باید له دې  وروسته له دغه ډول بې ساریو ځانی او مالی زیانونو څخه دخپل هېواد دژغورلو  لپاره ، ترټولو لومړی دپاکستان په څېردترهګرو ملاتړی هېوادونه وڅپی  اوله دې پرته به دغه ډول بې ساری اومالی زیانونه تل  ګالی اوتل به دزیاتو وېرونو او ماتمونو دګاللو پرټغرونو ناست وی،  په داسې حال کې چې پرافغانستان دسیمې اونړۍ داستخباراتی اوپوځی شبکو له لوری دڅه دپاسه څلوېښت کلنو تپل شویو  جګړو په بهیرکې نږدې دوه میلیونه افغانان شهیدان ،دوه برابره یې  ټپیان ،معلول اومعیوب شول،  ددېرشو میلیونو وګړو له ډلې څخه نیمایی دخپلو ټاټوبو،  جونګړو او آن دخپل هېواد دخوږې  غېږې پرپښو دوته اړ شول چې له ډېره بده مرغه لړ ۍ یې اوس هم روانه ده او دکلونو کلونو جګړه ځپلی افغانان یې دفقر، بېکارۍ ، بې کورۍ اوکډوالۍ په څېر له زیاتو کړوونکو، ربړوونکو او ځوروونکو ستونزو سره لاس او ګریوان کړی دی.

شاولی  قرار 

ممکن است شما دوست داشته باشید