روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د جګړې پر بهرنیو لاملونو باید تمرکز وشی!

افغان ولس د نړۍ تر بل هر ملته ډېر، د سولې پر اهمیت پوهېږی، دا ملت سوله غوښتونکی دی او له نېکه مرغه حکومت یې هم تل پر سوله او ورولۍ ټینګار کوی، افغان حکومت په ګاونډ، سیمه او نړۍ کې د هر ستر او وړکی ملت او یا هېواد لپاره سوله غواړی او د سوله غوښتونکیو غورځنګونو ملاتړ او مرسته کوی! افغان ولس همداسې له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ هم غوښتنه کوی، چې په افغانستان کې د سولې لپاره لاس په کار شی، ځکه د افغانستان جغرافیایی جوړښت داسې دی، چې سوله او جګړه یې، د سیمې او نړۍ د سولې او جګړې په مانا دی! یعنې که په افغانستان کې سوله وی، نو په ګاونډ کې به هم سوله وی، سیمه او نړۍ به هم له سولې برخمن وی. سوله نه یوازې د جګړې اووینې بهېدو مخنیوی کوی، بلکې له سولې پرته نه کوم ملت د ثبات خاوند کېدای شی او نه هم د پرمختګ لپاره کوم کار کولی شی، یعنې د ملتونو د پرمختګ او هوساینې لپاره سوله لومړی شرط دی او دا ملتونه یوازې او یوازې د سولې تر چتر لاندې دې موخو ته رسېدای شی!

بل لوری افغانستان خپلو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکوی، چې نه یوازې به د هغوی په چارو کې مداخله او لاسوهنه نه کوی، بلکې د افغانستان خاوره به د هغوی پر ضد نه کارول کېږی. د دې لپاره افغانستان د ملګرو ملتونو عضویت اخیستی او د دغه سازمان ټول روا قوانین او ارزښتونه یې پر ځان منلی دی، خو له ملګرو ملتونو او د دغه سازمان له ټولو نورو سازمانونو لکه د بشری حقونو نړیوال سازمان، د سولې او بخښنې نړیوال سازمان، سره صلیب او سرې میاشتې سازمانونو، د اسلامی ټولنې له کنفرانس، نړیوالې او اروپایی ټولنې او دغه راز له امریکا، چین او روسیې یا په بله وینا د سیمې او نړۍ له سترو قدرتونو په ډېر احترام غوښتنه کوی، چې د افغانانو حقه حقونو ته درناوی وکړی، هغه سوله چې د خپل ځان لپاره یې غواړی، باید په افغانستان کې هم د دې سولې لپاره مرسته او همکاری وکړی.

زموږ په ګاونډ، سیمه او نړۍ کې یو شمېر مغرض هېوادونه، مغرضې کړۍ او ترهګریز او څارګر سازمانونه زموږ د سولې خنډ دی، هغوی زموږ د وینې تویـېدو په دوام کې خپلې ګټې لټوی، خو دا خپله د هغوی په زیان تمامېږی!

افغان ملت د خپل نظام په استازولۍ له خپلو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د هېواد په کچه،متقابلې هېوادنۍ اړیکې غواړی او په دې کې یې باید بشپړه خپلواکۍ ته درناوی وشی! افغان ملت د خپل نظام په استازولۍ له خپلو مخالفو وسله والو ډلو لکه طالبانو سره د سولې هڅې کوی، خو دا ډله له بهره د دغه ویاړلی ملت د وژنو لپاره پر شا ټپول کېږی؟! دې چارې نه یوازې زموږ سوله له منځه وړې، بلکې ترهګریزو فعالیتونو ته هم زمینه برابروی، چې د افغانستان تر څنګ، د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته هم ګواښ پېښوی!

ملګری ملتونه باید د دې جګړې په بندولو او د ترهګرۍ  د دغه ستر خطر په مخنیوی کې له افغانستان سره همکاری وکړی، دا پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ، نړیوالې ټولنې، اروپایی ټولنې او په تېره بیا پر اسلامۍ نړۍ او اسلامی نړیوال کنفرانس د افغانستان حق دی، باید دا حق یې تر لاسه او خوندی وساتی. موږ په همداسې حال کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا په افغانستان کې د سولې پروسې د پرمختګ او جګړې د مخنیوی په تړاو د خبرو هرکلی کوو، د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلی، چې سرګې لاوروف او مایک پامپیو په تلېفونی اړیکه کې په افغانستان کې د جګړې د مخنیوی په اړه بحث کړی. دواړو په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د روسیې لاسوهنې په اړه د نیویارک ټایمز راپور پر سر هم بحث کړی دی.نیویارک ټایمز څه موده وړاندې راپور خپورکړ، چې د روسیې استخباراتو په افغانستان کې د امریکایی سرتېریو وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې.خو روسیې بیا دا ادعا په کلکه رد کړې ده.

 افغان حکومت هم باید د دې سپیناوی وکړی، ځکه د روسانو وسلې د افغانانو پرضد هم کارول کېږی او په ترهګریزو بریدنو کې تر ډېره ملکی وګړی اوافغان ځواکونه زیانمنېږی او قربانی ورکوی.افغان حکومت باید د جګړې پر بهرنیو لاملونو ډېر تمرکز وکړی او په هېواد کې د سولې راوستو لپاره له سیمې او نړۍ مرسته او همکاری وغواړی، البته تېره اوونۍ په همدې اړه د افغان حکومت له خوا د درېـیو نړیوالو او سیمه ییزو غونډو هرکلی کوو، خو دا باید دوامداره وساتل شی او د جګړې ټول بهرنی نوغی را وسپړل او د نړیوالو او سیمه ییزو دوستو او سوله غوښتونکیو هېوادونو او غورځنګونو په مرسته او ملاتړ له منځه یوړل شی، چې ورسره په هېواد کې سوله راشی او د جګړې او ترهګرۍ خطر له منځه لاړ شی. دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره مهمه اړتیا ده او دا د ټولو ستر لومړیتوب دی!

ممکن است شما دوست داشته باشید