د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اسلامی همکاریو سازمان یا ((اوو ای سی)) په افغانستان کې د روان تاوتریخوالی پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او دا جګړه یې نور ناروا بللې ده.دغه سازمان په تازه څرګندونو کې وېیلی، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته په افغانستان کې د جګړې دوام ته هېڅ پلمه نه ده پاتې.د اسلامی همکاریو سازمان ټینګار کړی، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو سره په افغانستان کې د جګړې دوام مسلمان وژنه ده او نور هېڅ نه دی.د اسلامی همکاریو سازمان دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړو زور اخیستی دی او هره ورځ د دواړو لور سربېره د ملکی وګړو په ګډون لسګونو انسانانو ته مرګ ژوبله اوړی.