روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه وېره!

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترهګرۍ د مشر د ځای ځایګی په اړه تازه مالومات خپاره کړی، چې ګڼې اندېښنې یې را پورته کړې دی؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېټې د غړو هېوادونو ارزونې ښیی چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهری په افغانستان کې دی!

دغې کمېټې په رپوټ کې نور مالومات هم ورکړی او زیاته کړې یې، چې د القاعده مشر اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی او داسې برېښی چې د الظواهری ځایناستی به سیف العدل وی. وېیل کېږی چې سیف العدل په ایران کې اوسېږی!
بل خوا افغان حکومت بیا بیا ټینګار کړی،چې طالبان له القاعدې سره ژورې اړیکې لری. همدا رنګه امریکا او ملګری ملتونه هم په دې اړه اندېښمن دی چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې نه دی شلولې. له القاعدې سره د اړیکو پرې کېدل د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې له ټولو مهمه مسئله ده، چې تر پښو لاندې شوې او طالبانو هغه شرط نه دی پلی کړی. په رپوټ کې وړاندې وېیل شوی چې القاعدې ترهګره ډله د افغانستان په پنځلسو ولایتونو او تر ډېره په ختیځو،سوېلی او سوېل ختیځو ولایتونو کې حضور لری او د دې ډلې غړی د افغانستان، پاکستان، بنګله دېش هند او میانمار هېوادونو وګړی دی.

 د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا رنګه په تازه راپور کې وېیلی،  چې داعش ډله هم هڅه کوی، چې په افغانستان کې خپلې لیکې پیاوړې کړی!

سرچینې په راپور کې یو ځل بیا په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کړی دی!

دغه رپوټ په داسې حال کې خپور شوی، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره سم په افغانستان کې د ترهګرۍ بېرته فعالېدا ستره وېره او اندېښنه ښکاره کېږی، هم افغانان او هم د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه اندېښمن دی، خو امریکا، ناټو او نړیواله ټولنه ډاډ ورکوی، چې افغانستان به یوازې نه پرېږدی، چې بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل شی!

په اصل کې افغانان نه ترهګر دی او نه هم افغانستان له ترهګرۍ سره کومه اړیکه پالی، بس دا ناوړه پدیده هم لکه د طالبانو په څېر په پاکستان کې بېرته را ټوله او پیاوړې شوه، پاکستان په تېرو لسو کالو کې ډېره هڅه وکړه، چې د ترهګرۍ ځالې افغانستان ته را ولېږدوی او په دې توګه له نړیوال فشاره ځان ګوښه کړی، اوس هم د ملګرو ملتونو دا رپوټ په داسې حال کې خپور شوی، چې پاکستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو له بهیر سره سم په ټول زور هڅې کوی، چې افغانستان ناامنه کړی، د افغانستان ګڼې سیمې لاندې کړی او آن د دې لپاره خپلې ملېشې هم وکاروی، چې د ترهګرۍ ځالې افغانستان ته را انتقال کړی. پاکستان د دې لپاره له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دی!

په ایران کې هم د ترهګرۍ په اړه اندېښنه باید بابېځه ونه ګڼل شی،چې د الظواهری ځای ناستی هلته دی!

موږ هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا اندېښنه پر ځای بولو، چې باید په نړیواله کچه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وشی، ترهګری نه یوازې د افغانستان په وړاندې ستونزه ده، بلکې دا سیمه ییز او نړیوال ګواښ دی، چې باید مخنیوی یې وشی. د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه د سیمې او نړۍ له ټولو ستر مسوولیت دی او باید په ګډه د ترهګرۍ ځالې، د تمویل سرچینې او ملاتړې ادارې یې له منځه یووړل شی، له دې پرته دا نړیوال خطر له منځه نه شی تلای. پاکستان، ایران او روسیه چې د ترهګرۍ عمده ملاتړی لوری دی، باید تر سخت نړیوال فشار لاندې راوستل شی او د دې سزا ورکړل شی، چې ولې او د څه لپاره ترهګری پالی او ملاتړ یې کوی!

په افغانستان کې اوسنۍ ټولې ستونزې که هغه د هېواد بربادی ده، که بشری جنایتونه او که همدا راز د وروستیو لاسته راوړنو په وړاندې خطرونه، دا ټول د همدې ترهګرۍ د ملاتړ زېږنده ده او ملاتړی لوری یې هم مالوم دی،چې د خپلو ناوړو موخو لپاره د ترهګرۍ ملاتړ کوی،خو دا هغه شریره هڅه ده، چې سیمه او نړۍ هم له ګواښ سره مخ کوی، نو باید له هغوی سره قانونی چلند وشی او د ترهګرۍ جرړې له بېخه و ایستل شی! دا د افغانانو او ټولې نړۍ ستره غوښتنه ده، باید دا لویه غوښتنه پوره او د ترهګرۍ په وړاندې دا ستره مبارزه تر سره شی! 

ممکن است شما دوست داشته باشید