روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۱۷ سلنه لوړه شوې

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو پراختیایی اداره وایی، د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله ۷۳ سلنه افغانان له سختو اقتصادی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او د بېوزلۍ کچه هم ۱۷ سلنه لوړه شوې ده.د یو این ډی پی په تازه راپور کې راغلی، چې په دې هېواد کې د کویډ۱۹ وبا له امله د اوښتی اقتصادی زیان د جبران لپاره اړتیا ده، چې له فساد سره لا قوی مبازره وشی، مالیات لوړ شی او صادارتو ته زیات پام وشی.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایی اداره وایی: کویډ۱۹ ناروغۍ د سیمې په کچه د افغانستان اقتصاد ته زیان اړولی او د دې هېواد اقتصادی وده یې سخته ځپلې ده.د یو این ډی پی په راپور کې راغلی، چې افغانستان د نړۍ په کچه د کویډ۱۹ نارغۍ له امله د ځپل شویو هېوادونو د نوملړ په سر کې راځی، او ۷۰ په سلو کې افغانان له سختو اقتصادی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.د افغانستان لپاره د دغې ادارې استازی په افغان حکومت غږ کوی، چې بېرته عادی حالت ته راګرځېدو لپاره اړینه ده چې د خپلو عوایدو راټولو په برخه کې لاډېر شفافیت رامنځ ته کړی.عبدالله الدارداری وایی، چې کویډ۱۹ ناروغۍ خپراوی په افغانستان کې د بېوزلی کچه ۱۷ سلنه لوړه کړې ده.هغه زیاتوی: (( د افغانستان تلپاتې پراختیایی اهدافو باندې د کویډ۱۹ اغېزه ډېره منفی وه د بېلګې په توګه که بېوزلی په نظر کې ونیسئ، نو له کویډ۱۹ وروسته افغانستان کې د فقر کچه۵،۱۷ سلنه زیاته شوی او لوږه ۵،۰ سلنه نوره هم زیاته شوې.))ښاغلی الدارداری زیاتوی، چې د دې وضعیت د جبران لپاره لازمه ده چې افغان حکومت مالیات لوړ، صادارات زیات او د عوایدو راټولو لپاره د فساد مخنیوی وکړی او سکتوری ادارو ته هم بودجه زیات کړی، څو خلک له ناوړه وضعیت راووځی.د افغانستان د مالیې وزارت منی، چې د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده.د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدی آزادۍ راډیو ته ویلی: دوی له نړیوالو متحدینو سره کار کوی، چې په سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړی.دی زیاتوی: (( مالیات د قانون مطابق درج شوی لوړېدل او ټیټېدل یې له قوانینو سره ارتباط لری، د مګړۍ د مالیاتو لوړولو پرځای موږ په دې کار او فکر کوو، چې څنګه له نړیوالو متحدینو سره کار وکړو، چې په سختو شرایطو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړی.))دا په داسې حال کې ده ،چې په افغانستان کې ۳۹۲۹۷ کسان په کویډ نولس ناروغۍ اخته شوی او له امله یې ۱۴۶۲ تنه مړه شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېوادونه په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو او د دې ناروغۍ د احتمالی دوهمې څپې له اندېښنو سره مخ دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید