د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د مخکنی حکومت د مالیې سرپرست وزیر خالد پاینده په تازه څرګندونو کې ویلی، چې امریکا په رښتینې او واقعی مانا په افغانستان کې د پرمختګ، بشری حقونو او ولسواکۍ لپاره مبارزه نه کوله، بلکې دا هر څه نمایشی وو.نوموړی واشنګټن پوست ته په مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اوسنی وضعیت د رامنځ ته کېدو له امله له ټولو ډېره امریکا او بیا د پخوانی حکومت چارواکی ملامت دی.نوموړی ویلی: د پخوانی حکومت د یوه غړی په توګه د رامنځ ته شوی وضعیت په اړه مسئول دی، خو په دې باور دی چې په تېر حکومت کې دنده ترسره کول یې یوه تېروتنه وه، ځکه په وینا یې هغه حکومت د اصلاحاتو راوستو رښتینی نیت نه درلود.
خالد پاینده وایی: د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او مسئولیت یې هم پر امریکا او پخوانیو حکومتی چارواکو دی.