روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په افغانستان کې دې پر کرنیز سیستم پانګونه ډېره شی

د غنمو د کرکېلې د پراختیا نړیوال بنسټ وایی: په افغانستان کې د زراعت او کروندګرو له ټولو مهم تولید غنم دی او همدا راز د افغانانو د غذایی رژیم له ټولو مهم توکی هم غنم دی ،نو له همدې امله نړیوالو مرستندویو بنسټونو ته په کار ده ،چې په دغه هېواد کې د غنمو د کرکېلې پر نوو لارو چارو بحثونه وکړی. دغه بنسټ وایی افغانستان لا هم غنم په دودیزه توګه کری، چې د نویو اصلاح شویو تخمونو او تګلارو په شریکولو سره به په دې هېواد کې د غنمو کیفیت او تولید ښه شی. سرچینه وایی ،چې افغانستان د اوبیزو او للمو غنمو د کرنې لپاره مناسب چاپېریال لری او نړیوالو اداراتو ته په کار ده چې دې برخې ته پوره پاملرنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید