روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د ښځینه کارکوونکو ستونزې څېړل کېږی

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې اوکاندیدې وزیرې حسینه صافۍ د چهارشنبې په ورځ په  غونډه کې  په  دې وزارت کې  د ښځینه کارکوونکو ستونزې ، نظریې او غوښتنې واوریدې .  په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې  خبرې وکړې او ویې ویل: دغه غونډه داطلاعاتو او فرهنګ  په وزارت کې  د ښځینه کارکوونکو  د ستونزو  ، غوښتنو او نظریو دڅېړنې لپاره  جوړه شوه،چې د ښځینه کارکوونکو  د ستونزو  نظریو او غوښتنو له اوریدو وروسته د دې وزارت دتوان په حدودو کې دستونزو د څېړنې اوحل کولو په خاطر عملی اقدامات وشی .  مېرمن صافۍ زیاته کړه ، چې دافغانستان ښځې یواځې هغه ښځې نه دی  چې له ستونزو سره مخامخې دی ،بلکې په ټوله نړۍ کې  ښځې ستونزې لری ، خو توپیر دادى چې هغه ښځې په خپله  طرحې جوړوی  چې څه ډول وکولاى شی په همغږۍ سره  خپلې ستونزې  حل کړی او ثابته کړی  چې له خپلو وروڼو سره  برابر ظرفیت  او استعداد لری .  دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې وزېرې د دې تر څنګ چې  له ښځو سره یې  خپل ملاتړ څرګند کړ  ویې ویل: په نفس اعتماد کولاى شی چلنجونه له لارې څخه لرې کړی او په دې وزارت کې  له ښځینه کارکوونکو څخه یې وغوښتل  چې په خپل نفس په قوی اعتماد سره  پرمخ لاړې شی  ،  ظرفیت جوړونه وکړی او لوړو مقامونو ته ورسېږې . په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د خپرونو دچارو رییسې نجیبې مرام او د دې وزارت  د خلکو دفرهنګ رییسې محبوبې بابکرخېل په دې وزارت کې  دښځینه کارکوونکو  د کړنو ، لاسته راوړنو او دهغوى دلارې پرسر د پرتو ستونزو په باره کې  خبرې وکړې او ویې ویل،  چې د ښځو ترمنځ  ښه فرصتونه شتون لری چې باید هغو ته پاملرنه وشی  او هغوى ته  فرصت  ورکړى شی .  دغه راز  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له بېلابېلو برخو څخه  یوشمېر  ښځینه کارکوونکو خپلې یولړ ستونزې غوښتنې ، نظریې او وړاندیزونه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې وزیرې سره شریک کړل او د دې وزارت  په بېلابېلو چارو کې ښځو ته دونډې ورکول یې  د چارو په ښه والی کې  اغېزمن ګام وباله .   په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ  د دې وزارت  دښځینه کارکوونکو دستونزو ، نظریو ، غوښتنو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته  یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هغو ښځو ستونزې به چې په دې وزارت کې کارکوی وڅېړلې شی .   باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید