د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې دبرېښنایی حاضرى بهیر پرون د دې وزارت دمعیینانو ، رییسانو او کارکوونکو په شتون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ له خوا پرانیستل شو . په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړیوال مرکز کې جوړه شوه، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ څرګنده کړه، چې په دې وزارت کې برېښنایی حاضری،چې د دغه وزارت د مالی او اداری معیینیت د پرله پسې هڅو له امله او د بشری منابعو دریاست او د معلوماتی تکنالوژۍ د آمریت په همکارى رامنځ ته شوې ده دکارکوونکو دحاضری د مدیریت په شفاف کولو کې یو اغېزمن ګام دى . دې زیاته کړه: که چېرې اداری چارې په شفافیت سره ترسره شی او له فساد سره مبارزه وشی عدالت په ښه توګه تامینېږی او کارکوونکی هم ځان دخپلو کاری مسوولیتونو پر وړاندې خوندی احساسوی . په دې غونډه کې دغه راز دانټرنېتی صوتی خبرو دستګاه هم د دې وزارت د کارکوونکو په واک کې ورکړى شوه او له دې وروسته کولاى شی له هغې څخه په استفادې سره د وزارت په د ننه کې په کاری چارو کې لوړ مخابراتی لګښتونه کم کړی . په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې د دې وزارت له کارکوونکو څخه وغوښتل چې ددغو دوو دستګاو په ساتنه او څارنه کې هڅه وکړی . باختر