روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اسلام کې د مشرتابه ټاکنه مهم اصل دى

څو ورځې ولسمشریزو ټاکنو  ته پاتې او دکاندیدانو کمپاینونه تاوده دی.  خلک هم سره له ستونزو د ټاکنو ورځې  ته چمتووالى نیسی او دخپلو رایو  په کارولو سره خپل دخوښې وړکاندید ته  رایې ورکوی .

دهېواد ورځپاڼې خبریال د شکردرې ولسوالۍ د جومات له ملا امام ښاغلی ملا عبدالولی  سره مرکه کړې چې لولویې.

پوښتنه: ولسمشریزې ټاکنې داسلام له نظره څومره اړینې دی؟

ځواب: په اسلام کې حکومت انتخابی دی او دغه واقعیت په خپله داسلام پیغمبر سره له دې چې پیغمبرو ، دمسلمانانو دسیاسی مشر د ټاکلو د طریقې د ښودلو لپاره څو څو ځلې تکرار کړى چې داسلام په تاریخ کې د ((بیعته الرضوان ))او (( د بیعته تحت الشجره)) په نامه مشهور دى اوپه دغو محافلوکې  خلکو له پیغمبر(ص) سره دبیعت او دمشر په توګه له هغه سره خپله ژمنه تازه کړې ده. چې کټ مټ دمشر دانتخاب دټاکلو پروسه په کې تمثیل    شوې ده.

له هغه وروسته د  مسلمانانو دمشر په توګه د حضرت ابوبکر صدیق،حضرت عمر،حضرت عثمان او حضرت علی (ک) مشرتابه هم لومړى د غیر مستقیمو ټاکنو  ( اهل خبره کسانو  له خوا) او  په دویم پړاوکې د مستقیمو رایو پراساس داسې چې مشرامام او  خلیفه په راغى اوپه جومات کې به ولاړ و او  هر مسلمان نارینه او ښځینه به ورتلل او  له خلیفه سره به یې دلاس په ورکولو خپل بیعت ښکاره کاوه.

اودا هغه طریقه وه چې په اوومه میلادی پېړۍ کې یې دمځکې  پرمخ په هېڅ قام  او هېواد کې سارى نه  و او  د اسلام په تاریخ کې دنوی  بشری او دینی تمدن خښتې شوې ،چې  بیا وروسته نورو  ملتونو  زموږ کاپی کاری پیل کړ ه او  ددغه بشری تمدن لړۍ تر فرانسې ،  هند ، چین او افریقا پورې خپرې شوې او دغې لویې جغرافې د اسلام  دنوی  سیاسی،  اقتصادی،  بشری او کلتوری تمدن لاره خپله کړه، ځکه چې دغه لاره یې دبشر دهراړخیزو ستونزو  دحل او د ملی اونړیوالو ګټو د تضمین لپاره ترټولو غوره ولېده.

ده زیاته کړه: په نوی  تمدن کې همدغه پروسه په نوې  ژبه پرمخ یوړل شوه. یعنې دلاس ورکولو پرځاى درایی کارتونه غوره شول. دمسلمانانو دمشر پرځاى دجمهور رییس القاب راغلل،دبیعت پرځاى د ټاکنو اصطلاح راغله، د مخالفت پرځاى استنکاف اصطلاح راغله.  په ټوله کې یوازې هماغه نومونه او  اصطلاحات لږڅه تغییر شوی دی ، خو په اصل کې هماغه مفاهیم دی خلکو ته په  کاردی چې دمشرد ټاکلو لپاره هماغه مواصفات په نظر کې ونیسی او مفاهیم تغییر ته پرې نږدی ،په دې اساس د زعامت ټاکل د اسلامی  فرهنګ اوتمدن یوه  ستره برخه ده  او  کودتایی،  ولیعهدی او  میراثی حکومتونه له  اسلام سره اړخ نه لګوی.

ښاغلی ملا عبدالولی څرګنده کړه:

زموږ مظلوم خلک باید په ټولټاکنو کې پراخ ګډون وکړی او  داسلامی اوافغانی  فرهنګ په چوکاټ کې دخپلې خوښې ،پوهې او پېژندګلوۍ اوملی او اسلامی  مصلحتونو لپاره ټاکلی کاندید ته رایه ورکړی. په دغه کار کې باید د خداى ، افغانستان او دمسلمانانو دځان او مال ساتنه او درناوى  وکړی او ددغو ارزښتونو ترټولو لوړ بلل په پام کې ونیسی اوداسې چاته رایه ورکړی چې ددغو ارزښتونو دتحفظ په کار کې وړتیا او  کاری توان ولری او  دخلکو او پرګنو ملاتړ هم راجلب کړاى شی.

نېک محمد آزاد

ممکن است شما دوست داشته باشید