روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اسلام کې د تفریح (لوبو) تصور او زموږ معاشره!

حسان مجاهد

په موجوده معاشره کې دبې علمۍ له وجې دخلکو په اذهانو کې ځینو غلطو افکارو ځای نیولی ، د دوی په فکر اسلام یوازینی د عباداتو دین دی ، چې له معاشرتی، اجتماعی او تفریحی ژوند سره کوم خاص تړاو نه لری. له دې امله د ټولنې روشنفکران او آزاد خیاله مور او پلار ځوان نسل ته د داسې آزادانه ژوند، لوبو، فیشن او تفریح ترغیب ورکوی، چې هغه داسلام له نظره ناخوښ وی.

دلوبو او تفریح ترنامه لاندې یوه بله نظریه، چې د ((جنسی تفریح او تسکین)) نطریه ده او له غرب څخه اسلامی هېوادونو ته وارده شوې. د دې نطریې له لاری ځوان نسل ته دفحاشی له دعوت سره دمسیحیت دعوت هم کېږی. د دې نظریې لپاره  دتفریح، لوبو او فیشن په  پروګرامونو، ورزشی کلپونو، د موسیقۍ، ساز او فحشا په ځانګړو سیمینارونو کې دمختلف النوع وسایلو له لاری مسیحیت ته په پراخه کچه کار روان دی او مراجعین یې ورځ تر بلې زیاتیږی !!

خو مشروع تفریح ، لوبې او ورزش دصحت او سالمې روزنې  لپاره ډېر مهم دی. په اسلام کې  روغ، چسپ او قوی انسان (چې د دینی احکامو پابند وی)  له ناروغ، تمبل او کمزوری انسانه  ښه بلل شوی دی.

علامه شاطبی رحمه الله تعالی وایی: لوبې کول جاییزې دی، په دې  شرط چې ناروا ته په کې لاره نه شی جوړه، خو مذمومې (بدی بلل شوې دی) او علماء یې ښې نه بولی او بدې په دې معنی نه چې حرامی دی، بلکې مسلمان ته په کار نه ده، چې له لویو کارونو یې مصروف او په بې ګټی کارونو یې اخته کړی.

دارنګه ابن قدامه په المغنی کې ویلی : لوبې کول؛ که بل چاته پکې ضرر نه وې او له فرایضو پکې شغل نه وی مباح دی.

علامه تاج الدین سبکی وایی: اصل د لوبو جواز دی . البته! اسلام  دیو لړ هغو اصولو او مقرراتو له مخې تفریحی ژوند ته اجازه ورکوی، چې داخلاقی بربادۍ او په دینی امورو کې دسستۍ لپاره ذریعه نه شی جوړه، لکه په لاندې ډول:

۱_ غوره غرض : که تفریح محض دوخت دضیاع او دنفسی خواهش دتکمیل په موخه وی؛  نو داسې تفریح ته په اسلام کې هېڅ ګنجایش نشته، تفریح باید دغوره مقصد لپاره وی لکه د بدن صحت او یا عبادت ته شوق پیداکېدل.

۲_ انسانیت ته احترام:  په لوبو کې باید انسانیت  متضررنه شی، دالله تعالی په مخلوقاتو باید استهزاء نه شی رامنځته؛ له دې امله دانسانانو جنګول او د انسان په اندامونو ملنډی وهل داسلام له نظره ناجایز عمل دی.

۳_ له مشابهته ځان ساتل: هغه لوبې چې یوازې تر ښځو خاصې وی باید نارینه ترې ځان وساتی او هغه چې تر نارینه وو خاصی وی باید ښځې ترې ځان وساتی؛ ځکه په دې کې دښځو اوسړیو یو له بله مشابهت رامنځته کېږی او داکار اسلام نه خوښوی.

۴_ د لباس مراعاتول: په داسې تنګ او ناقص لباس کې باید لوبې و نه شی، چې دانسان پټ اعضاء او عورت په کې ښکاره شی.

۵_ له غیر مشروع لوبو پرهېز: له هغو لوبو څخه چې داسلام پیغمبر ﷺ نا روا بللی لکه: شطرنج، قمار دحیواناتو جنګول او…. یا هغه تفریحی مشاغل ،چې دایمان اودین دکمۍ باعث جوړیږی او ملت یاقوم ته په کې ضرر رسېږی؛ له هغو څخه باید پرهیز وشی!

۵_ وخت مراعاتول: په لوبوکې باید دوخت خیال وساتل شی؛ ځکه اسلام په هر څه کې خصوصاً په وخت کې نظم مهم بللی دی. رسول الله ﷺ به له ماخستنه مخکې خوب او له ماخستنه وروسته خبرې ښې نه بللې، ځکه دا کار په وخت کې ګډوډی رامنځته کوی، دا لامل دی، چې الله تعالی شپه دخوب او ورځ دکار لپاره ګرځولې ده. په دې اساس باید دوخت خاص انتظام وشی او په لوبو کې زیات وخت  ضایع نه شی.

۶_ له فضول خرچۍ ځان ساتل: په لوبو کې باید له اصراف ( فضول خرچی ) څخه ځان وساتل شی؛ ځکه فضول خرچان دشیطان وروڼه بلل شوی دی. بله داچې نن ټولنې له فقر او غریبۍ سره مخ دی؛ نو څه اندازه مال باید دصدقې لپاره هم ځانګړی شی.

۷_ دحقوق الله او حقوق العبادخیال ساتل: په لوبو کې باید د حقوق الله او حقوق العباد خیال مراعات شی او فرائض او واجبات په سمه توګه او په خپل وخت اداء کړای شی. رسول الله ﷺ وایی: هر هغه څه چې انسان له الله تعالی څخه غافل کوی؛ باطل دی(ترمذی)).

همداراز باید د بندګانو حقوق مراعات شی، داسې نه چې لوبو ته دموراوپلار په خدمت ترجیح ورکړله شی.د اسلام په ګټه، دباطل په وړاندې، اسلامی او ملی ارزښتونو ته د یو ژمن ځوان کهول په هیله !

ممکن است شما دوست داشته باشید