روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اروپا کې سېلابونو د تلفاتو شمېر له ۱۳۰ واوښت

په اروپا کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر تر یو سل او دېرشو واوښت.د جرمنی په یو شمېر ښارونو کې د هغو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دی، چې په ړنګو شویو کورونو کې بند پاتې دی.د جرمنی په لویدېځو سیمو کې چارواکی اندېښمن دی ،چې نور جسدونه به هم تر لاسه کړی.د هغو څلورو هېوادونو په ډله کې چې تېره اوونۍ سېلابونه په کې وبهېدل، تر ټولو په جرمنی کې ډېر کسان وژل شوی، په دې هېواد کې تراوسه د قربانیانو شمېر یو سل او اتو ته رسېدلی دی.سېلابونو د جرمنی نږدې شل ښارونه او سیمې او د بلجیم ځینې برخې ډېرې ځپلې دی.دې سېلابونو لارې خرابې کړی، انټرنېټ او تلېفون یې قطع کړی، چې له دې امله د تری تم شویو کسانو د موندلو هڅې ګرانه شوی دی.د ژغورنې عمله هڅې کوی ،چې د بېړیو او هیلکوپټرو له لارې دغو سیمو ته ورسېږی او د مخابرو له لارې اړیکې ټینګې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید