روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اروپا کې د کرونا ویروس نوې څپه په راتلو ده

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی ،چې په اروپا کې د کورونا ویروس نوې څپه په راتلو ده.د کورونا د ډېلټا بڼه د روسیې په شمول په څو هېوادونو کې ډېره ثبت شوې ده.په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر هانس کلوګ وړمه ورځ غونډې ته ووېیل، چې په ټوله اروپا کې په نویو پېښو کې د ۱۰ اوونیو کمښت پای ته رسېدلی.ده زیاته کړه: که چېرې اروپایان غواړی د ویروس د ګړندی خپرېدو مخنیوی وکړی، باید مقررات رعایت کړی.د کورونا ویروس د نویو پېښو شمېر تېره اوونۍ وروسته له هغه ۱۰ سلنه لوړ شو ،چې بندیزونه لرې شول او خلکو یو وار بیا سفرونه او غونډې پیل کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید