د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اتم مخ یوستونه خبر په ارزګان کې د ملی اردو چارواکی وایی، چې ۲۳ وسله وال طالبان یې وژلی دی.په جنوب کې د ۲۰۵م اتل قول اردو ویاند محمد صادق عسی وایی، یاد وسله وال طالبان په دهراود ولسوالۍ او مرکز ترېنکوټ کې د افغان هوایی بریدونو او د مخامخ جګړو پر مهال وژل شوی دی.نوموړی وایی: د یادو بریدونو او جګړو پر مهال ۱۴ نور وسله وال طالبان ټپیان شوی دی.عیسی وایی: د دې بریدونو پر مهال د وسله والو طالبانو درې پټنځایونه او یو شمېر وسلې له منځه وړل شوی دی.محمدصادق عیسی ونه ویل چې د تازه نښتو پر مهال افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه.افغان چارواکو زیاتوی، چې په دهراوود او ګیزاب کې یې په هوایی بریدونو سره نږدې ۴۰ نور وسله وال طالبان وژلی دی.د ارزګان په دهراود، ګیزاب او مرکز ترېنکوت کې د تیرې یو میاشتې راهیسې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی