روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ارزګان کې د کار په بدل کې د غذایی موادو د وېش لړۍ پیل شوې

دارزګان په ((دهراوود او خاص ارزګان)) ولسوالیو کې څلور زره او ۲۱۱ کسانو ته د غذایی موادو ورکولو د وېش لړۍ پیل شوه. دارزګان د ولایت ویاند ((احسان الله حماس)) له وایی، چې د کلیو او بیارغونې ریاست ترچتر لاندی د «KOR» موسسیې له‌خوا څخه دارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۸۲۰ کسانو ته د کار په بدل کې غذایی مواد ورکول کېږی.نوموړی وایی: دغه ۸۲۰ کسان به د یادی ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د بیا رغوونې او د اوبو د کانالونو جوړیدو برخه کې کار کوی.(( لا وړمه ورځ د KRO موسسې هغه پروګرام چې د کار په بدل کې غذایی مواد ورکوی، د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۸۲۰ نفرو سروې وکړه، چې د هغه له جملی څخه ۳۰۲کسان د ((شنه کوتل)) د سیمی د سړک د کار لپاره، ۱۳۰ کسان د ((کرلغو)) د سړک دکار لپاره، ۹۲ کسان د قدم شالۍ د کانال لپاره، ۲۹۶ کسان ((شیخه سفلا)) د کانال لپاره ثبت او راجستر شول .))

په ورته وخت کې د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام له لاری ۳۲۹۱ کسانو سره د خوراکی توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.

د ولایت مقام ویاند احسان الله حماس په دې اړه وویل، چې په دغه مرستو کې به هرې کورنۍ ته ۵۰کیلو وړه، پنځه لیټره غوړی، ۶ کیلو دال او د ماشومانو سوء‌تغذیې مواد ورکول کېږی.

(( د ارزګان په دهرواد ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوری پر ۳۳۹۱ بېوزلو کورنیو باندې خوراکی توکی وویشل شول.))په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې، خوشحاله دی او د نورو مرستو غوښتنه هم کوی.محمد ولی چې مرسته یې ترلاسه کړې، وایی چې په کور کې یې د خوراک لپاره هېڅ نه لرل.(( زه معیوب یم، په کور کې مې د خوراک لپاره هېڅ نه لرل، په دې مرستو به مې یوازې لومړنۍ اړتیاوې پوره کېږی، زه ترې مننه کوم، خو د نورو مرستو غوښتنه هم کوم))د یادونې وړ ده ،چې نه یوازې ارزګان، بلکې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د خلکو اقتصادی وضیعت خراب شوی چې بشری مرستو ته اړتیا لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید