روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په۲۰کلنه جگړه کې له ماتې وروسته بیاهم لاسوهنې په څه مانا ؟ !

محسن سعود

څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوحې له تړونه په ډاگیزه سرغړونه د یاد تړون په ترڅ کې د رامنځته شوی نوی اسلامی افغانستان په کورنیو چارو کې د بربنډې لاسوهنې په مانا څرگندونې درلودې چې په وړاندې یې د اسلامی امارت ویاند ښاغلی مجاهد او ځینو چارواکو غبرگون وښود، له لومړی سره خو د همدې امریکایانو په سرمستۍ او سرپرستۍ صلیبی ایتلاف په افغانستان کې کړې شل کلنه جگړه له هر ډول دینی، مذهبی او نړیوالو وضعی اصولو او قوانینو، حقونو او نورمونو څخه سر غړونه وه، چې ښایی پکې د همدې سرغړونې له امله یې له زوال سره هم مخ شوه او بیا یې د دغه ذلت او ذلالت له انتها اوښتو کې ځان ته د نړۍ د لومړۍ رتبې ویونکی هر اړخیز ځواک په توگه د یو داسې هېواد او ملت شتمنی کنگل کړه، چې تر نادرو اصطلاحاتو لاندې یې شل کاله له هره اړخه وهم ځاپه، د نړۍ له ټولو درانه جنایات یې هم پرې ترسره کړل او دلته فکر او فرهنگ ته یې هم دروند زیان واړاوه، خو یاد هېواد نه شل کاله وړاندې او نه هم اوس همدومره وروسته ورسره د پرتلې وړ و، یواځې دا چې له ایمانی غرور او صلابته بډای دغه هېواد کې امریکا ماتې وخوړه، اوسنی ذلت ته پکې پرېوته او اصیلو بچیانو یې د یو قطبې نړۍ گرد صلیبی ایتلاف شل کلنه جگړه ترې وگټله.

ماتې او پایلې یې له هرې داسې جگړې سره تړلې وی، اړخونه یې ورته له پیله لا تیاری نیسی او یا لږ تر لږه د سرمستۍ او سرټمبگۍ له امله جگړه کې له ماتې وروسته بیا پکې نورو ته پر اړولی زیان غور کېږی، زیانمنو ته پر زیان ورکولو سربېره بښنه هم ترې غوښتله کېږې او بیا چې دې د چا په وړاندې دا ډول ماتې ومنله لکه د دوحې تړون له لارې؛ په نږدې او لرې راتلونکی کې یې بیا په وړاندې باید د سترگو پورته کولو حق هم ځان ته ور به کړل شی څه لا دا چې لارې او فرهنگ ورښیی، خو امریکا له دې هم په سرغړونه کې نښتې او ستړې ده ،چې ښایی په دې هرڅه سره د نړیوال بایللی حیثیت وړۍ به شړۍ کوی او ښایی داسې نورې موخې به ولری، خو فکر کوم په جگړه ییزه سرټمبگۍ کې له ماتې وروسته امریکا او غرب خپل پاتې پړاوونه د تبلیغاتو له لارې لنډوی، چې اوس یې ټولو اسلامی پرېکړو او لرغونی بشپړ اسلامی او افغانی کلتور او دودونو ته د خپلو اصطلاحاتو له لارې د داسې چارو او پلانونو رنگ ورکوی ،چې په عام ډول او د عام نظر له مخې وخت په وخت د یو چا له خوا د خپل شخصی مزاج په غوښتنه را منځته کېږی او بیا دغه اصطلاحات پر شد او مد له هرې موضوع سره اړوی را اړوی ،ترڅو لومړی پرې هدف شوی کمزوری وگړی تېروزی او بیا په سیستماتیک شکل زموږ په ټولنه کې له اسلامی لارښوونو، پرېکړو، اسلامی او افغانی کلتور او دودونو بغاوت او امریکایی سرغړونې پیل شی لاسمح الله لا قدرالله.

که د دغو اصطلاحاتو له مخې اسلامی لارښوونې، پرېکړې، اسلامی او افغانی کلتور او دودونه محدودیت یا بل هرڅه گڼل کېږی، سپېڅلی اسلام، شریعت، افغانیت او په رڼا کې یې د دوحې تړون د امریکا او غرب د همدې تبلیغاتی څرگندونو له لارې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنې او هغه څه چې په دې لاسوهنو سره یې غواړی؛ ټول سراسر بې دینی، له شریعت پرته پر لاسی جوړشویو قوانینو پرېکړه او له اسلامی او افغانی کلتور او دودونو سره ټکراو ناروا گڼی، مخنیوی یې کوی او پر سر یې افغانانو دا۴۳کاله خونړیو جگړو او بېسارو قربانیو ته زړه نیولی چې له نېکه مرغه نور نو ښمر ته په رسېدو سره پای ته هم رسېدلې دی، بیا به هم د تبلیغاتی اصطلاحاتو، لاسوهنو او هڅو له لارې د امریکا او غرب دغه وړۍ شړۍ کول په تېر جگړه ییز غوراوی پسې یو بل شوم او په پای کې له ماتې او شرم سره مخ کېدونکی انتخاب وی او بس، خو فکر کوم دغه لاسوهنې په دې مانا وی، چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې دلته کوم پرمختگونه لرلی او په کور دننه له کومو شرمونو سره مخ ده؛ په دا ډول تبلیغاتی لاسوهنو یې د خوندی کولو، پاتې پړاوونه یې له تبلیغاتی لارو پر مخ وړلو او له نړۍ او دواړو ولسونو یې پټولو په هڅه کې ده او په ټوله کې که لنډ ووایو: په شل کلنه جگړه کې له ماتې وروسته بیا یې هم دغه تبلیغاتی لاسوهنې د بایللې جگړې د له ټولو ښه بدیل په مانا دی ،چې د اوسنی زوال پر ځوړ نه یواځې دا چې پاتې به پکې راځی، بلکې لا یې باور او له بایللی حیثیت څخه پاتې حالت ته هم زیان رسوی او له منځه یې وړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید