د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په ارزګان کې کروندګرو تازه په هغه ځمکو د پنبې کښت کړی، چې تر دې وړاندې په کې تریاک کرل کېدل ددغه ولایت اوسیدونکی وایی: په دې موخه یې د پنبې کر ته مخه کړې، چې کمه خواری غواړی او مناسبه ګټه کوی.د ترېنکوټ دوه اوسیدونکو اکبرجان او سردارولی په دې اړه وایی چې د پنبې کښت د کوکنارو ښه بدیل دی او زیاتوی.دوی له حکومت څخه غوښتنه کوی، چې د بازار موندنې په برخه کې دې ورسره همکاری وکړی.دغه کښت ،خو د دوبی لپاره ډېر ښه دی، دا یې درېم او څلور ځل دی؛ خو لاهم د ګل نیونی غوټۍ په کې پاتې دی. د تریاکو خواری ،خو ډېر زیاته ده او ګټه یې دومره نه ده. تر تریاکو دوه چنده حاصل کوی، خو چې بازار ورته پیدا شی. یو جریب ځمکه لږ تر لږ ۸۰ منه پنبه کوی.))مسئولین بیا وایی، چې چې هڅه کوی د کروندو د حاصلاتو لپاره مناسب بازار پیدا کړی.
د ارزګان مرستیال والی حاجی مزمل وایی، چې د پنبې ترڅنګ به د ټولو حاصلاتو او کورنیو تولیداتو لپاره مارکیټ پیداکړی.دی وایی: (( موږ پر دې فکر کړی او کوښښ کوو ،چې د ټولو حاصلاتو لپاره بازار پیداکړو چې ګټه یې خلکو ته ورسېږی.))ارزګان چې کرنیز ولایت دی ډېر خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دی او له همدی لاری خپله یوه ګوله حلاله روزی په لاس راوړی.