روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پشتین: د ورکو شویو خلکو د برخلیک لپاره  خپلو مبارزو ته دوام ورکوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د یکشنبې په ورځ د بنو په غونډه کې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د خپلې مبارزې په دوام ټینګار وکړ.په بنو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته لسګونه زره کسان ورغلی وو.د غورځنګ پلویان او خلک د بنو د ښار په سپورتی سټېډیوم کې ټول وو ، چې اکثرو یې د پنجابیانو له لاسه د خپلو ورکو او وژل شویو کسانو تصویرونه هم له ځانه سره راوړی وو. غونډې ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وویل، چې د ټولو پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو او د ورکو شویو خلکو د برخلیک د معلومولو لپاره به خپلو مبارزو ته دوام ورکړی.نوموړی ویلی: (( دا د غمځپلیو خلکو غونډه ده. دلته میندې راغلې مخامخ یې وینم د خپلو زامنو تصویرونه یې اخیستی دی. دلته وروڼه راغلی په خپلو ورکو شویو خپلوانو پسې ګرځی. دا د دغو خلکو سیمه ده او ریاست ((حکومت)) ستا اواز نه شوای اورېدلی، ستا اواز نورو خلکو اورېدا، خو هغه یې هم په تا نه پېرزوکاوه. دغه انصاف دی؟ دا کوم انصاف دی؟)) د غونډې ځینو عامو ګډونوالو ته هم د خبرو چانس ورکړل شو ، چې هر یوه یې د پنجابیانو له خوا ورک شوی یا وژل شوی کس یادونه کوله.د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه بل مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علی وزیر وویل ،چې د جنګ د ختمولو په لټه کې دی، ځکه ټول قبایل په یوه تېره لسیزه کې جنګ ځپلی دی.نوموړی وایی:(( موږ دا وایوو چې موږ او تاسو لکه څنګه چې ځورېدلی یوو، زموږ خویندې او میندې هم همداسې ځورېدلې دی. په کار ده مشرې او ځورېدلې ښځې هر چېرته چې موږ غونډې لرو راشی.))علی وزیر زیاته کړه، چې غورځنګ خود جوشه حرکت دی، چې په خبره یې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به خپله مبارزه کوی.اخوا د غورځنګ یوه بل مشر او د پارلمان غړی محسن داوړ وویل چې ټولې غوښتنې یې قانونی دی او د قانون په چوکاټ کې خپلې غوښتنې مطرح کوی.داوړ داسې وخت خپلې غوښتنې قانونی بولی چې د غورځنګ ګڼ غړی او پلویان یې په تېر یو کال کې چې لاریونونه او اعتراضی غونډې پیل کړې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۴ میلادی کاله را په دې خوا جوړ شوی چې په قبایلی سیمو شمالی او جنوبی وزیرستان کې د ماینونو د پاکولو، د ورکو شویو خلکو د لټون او د دوی په خبره د پاکستانی ملېشو او پوځ د زور زیاتیو د بندولو هڅې کوی. دغه غورځنګ وروسته له هغه نړیوالو وپېژاند ، چې د روان میلادی کال په لومړیو کې یې د یو وزیرستانی ځوان نقیب الله محسود د وژنې په غبرګون له دېره اسماعیل خانه د لسګونه زرو خلکو لاریون پیل او تر پېښور او اسلام اباده یې ورساوه. د پاکستان حکومت که څه هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ځینو غوښتنو د پرځای کولو خبره کوی، خو وایی چې د لاریون او اعتراضی غونډو پر مهال په پوځ او سیاسی ادارو  نیوکې ورته د منلو نه ‌دی.حکومت که څه هم ویلی ،چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ځینې غوښتنې له هغې ډلې له قبایلی سیمو د ماینونو پاکول او د پوځ پرځای د محلی ځواکونو ځایول یې پوره کړی خو (( پی ټی ام )) وایی چې د دوی غوښتنې نه دی پوره شوې.

ستانکزی

ممکن است شما دوست داشته باشید