د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا سفارت او اروپایی اتحادیې د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو راکټی بریدونه غندلی. د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن بیا پر ټوېټر لیکلی، چې افغانان باید په ډار کې ژوند ونه کړی او زیاته کړې یې ده، چې دوی له خپلو افغان همکارانو سره کار کوی، څو د ورته بریدونو مخه ونیسی.د اروپایی اتحادیې استازی هم پر کابل ښار راکېټی بریدونه له وحشته ډک عمل بللی او ویلی یې دی چې په دغو بریدونو کې عام وګړی په نښه شوی دی.د امریکا سفارت بیا له دغو راکېټی بریدونو وروسته خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته سفر ونه کړی.په خبرداری کې امریکایانو ته سپارښتنه شوې، چې پر خپلو امنیتی پروګرامونو بیا کتنه وکړی او په افغانستان کې روان وضعیت یې بې ثباته یاد کړی دی.پرون سهار د کابل ښار په مختفلو سیمو راکیټی بریدونه وشول چې ۳۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، پر کابل ښار په پرونیو ۲۳ راکېټی بریدونو کې ۸ کسان وژل شوی او ۳۱ نور ټپیان دی.