د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د شنبې په مازدیګر د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې دولتی ښوونځی ته څېرمه پر ملکی وګړیو په تېره بیا پر زده کوونکیو پرله پسې درې ترهګریز بریدونه وشول. دا بریدونه پر عامه ځایونو او د پوهې پر مراکزو شوی دی، چې قربانیان یې هم ټول ملکی وګړی او تر ډېره زده کوونکی دی.
دغو بریدونو په کور د ننه او نړیواله کچه سخت غبرګونونه را پارولی دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د دې چاودنو مسوولین وسله وال طالبان بولی. ولسمشر وېیلی، چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوی. ولسمشرغنی دغه راز امنیتی ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د دې پېښې غچ له طالبانو واخلی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر کابل دا وروستی بریدونه غندلی دی. پښتین ویلی، د کابل دشت برچې کې دا چاودنې د افغانستان پر روښانه راتلونکی برید دی.
بل لورته په کابل کې د امریکا، جاپان، برتانیې او چین سفارتونو هم یاد برید غندلی دی. دغه راز د
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دغه چاودنې غندلې دی. یاد وزارت وېیلی: «کابل ښار کې دا چاودنې چې، له امله یې ګڼو ملکی خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، په کلکو ټکو غندو او په عاجله توګه د داسې وحشیانه بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کوو.»
یاد وزارت وېیلی د نجونو پر ښوونځی او ملکی وګړو برید بشری ضد جنایت دی.په خبرپاڼه کې امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه کړې.سرچینې همدا راز ټینګار کړی،چې دوی په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او د دغه هېواد ملاتړ ته به ادامه ورکړی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم دا چاودنې بې رحمانه بللې دی.
په افغانستان کې د اروپایی ټولنې استازولۍ هم دا حمله وحشیانه او د ټرورېزم یو کرکه پاروونکی عمل بللی دی. دغه دفتر په ټوېټ کې وېیلی، د نجونو د ښوونځی په نښه کول، په واقعیت کې د افغانستان پر راتلونکې حمله ده.
په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی سټیفانو پونتیکوروو دا د افغانانو په وړاندې بُزدلانه او د کرکې وړ حمله بللې ده.
په کابل کې د بریتانیا سفارت په ټوېټ کې دا حمله غندلې او لیکلی یې دی : مخکې له دې چې نور بې ګناه ماشومان ووژل شی، ژر تر ژره دې دا تاوتریخوالی پای ته ورسول شی.
د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو هم دا برید غندلی او د تاوتریخوالی د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
د بشری حقونو خپلواک کمېسیون او د امریکا سفارت هم دا پېښه غندلې ده.
په خېبرپښتونخوا کې پېژندل شوی سیاستوال او د بشری حقونو فعال افراسیاب خټک په ټویټر کې لیکلی: په افغانستان کې پر ماشومانو تروریستی حملې له شماره وتلې دی. هغه لیکلی، داسې ښکاری چې د افغانانو ژوند فرضی متحدانو، ملګرو ملتونو ان اسلامی دولتونو ته کوم اهمیت نه لری.
پر کابل ښار د ترهګریز برید مسوولینو ته دې سخته سزا ورکړل شی!

دا برید د مبارکې روژې په وروستیو کې شوی دی، په داسې حال کې چې افغانان کوچنی اختر ته تیاری نیسی او بل دا چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او په هېڅ توګه د افغانانو وژنه روایت نه لری، په تېره بیا د ملکی وګړیو او زده کوونکیو وژنه، موږ په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او د بشری حقونو سازمانونو او په تېره بیا د امریکا او ملګرو ملتونو مسوولیت تر پوښتنې لاندې راولو، هغوی په هېڅ توګه د افغانانو په وړاندې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی، ځکه د نړۍ د نورو ملتونو په څېر د افغانانو حقونه نه دی خوندی شوی او درګرده په هغې پردۍ جګړه کې وژل کېږی، چې له ګاونډه رهبری کېږی او ملګری ملتونه، امریکا او نړیواله ټولنه هم د افغانانو دا دښمنان پېژنی، خو خوله یې پرې پټه نیولې ده! نور داسکوت باید مات شی، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان عضویت او له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان شراکت دا ایجابوی، چې دا لوری باید د افغانانو په وړاندې خپل مسوولیتونه تر سره کړی او د افغانانو د ژوند، پرمختګ، سولې او سوکالی حقونه خوندی کړی!