د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
که امریکا د راروانې سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستانه د خپلو ځواکونود ایستلو لپاره هڅې کوی، خو تر څنګ یې د سولې راوستو لپاره هم هڅې زیاتې شوې دی، په دې برخه کې پر پاکستان او طالبانو فشار زیات شوی دی، چې د سولې لپاره د هغوی له خوا څه ژمنې هم تر لاسه شوې دی، دا ټول پر پاکستان د فشار او خبرداری زېږنده ده، کله چې د پاکستان او طالبانو تر منځ خبرې کشف او واورېدل شوې، نو امریکا، جرمنی او فرانسې پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ چې باید د سولې په برخه کې پر طالبانو فشار زیات کړی، همدا وه، چې پاکستانی ملېشو د طالبانو پر یو شمېر جنګیالیو بریدونه وکړل او د نېک محمد رهبر په نامه یې د ننګرهار لپاره د طالبانو پوځی قومندان په پېښور کې وواژه او د نورو طالبانو د زندانی کولو ژمنه یې هم وکړه، په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی له طالبانو غوښتنه وکړه، چې باید د سولې لپاره چمتو شی، ورپسې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ترکیه کې د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښکاره کړ او په عین وخت کې د طالبانو مذاکراتی پلاوی پاکستان ته تللی ،چې د خپلې رهبری شورا سره د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ راتلو، د سولې د روان بهیر او د استانبول کنفرانس په اړه خبرې وکړی.دوی غواړی پر دې بحث وکړی چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ له راتګ سره هممهاله دوی مذاکراتو ته ادامه ورکولی شی او که کومه بله لاره خپله کړی.په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په دوحه کې له افغان لوریو او نړیوالو همکارانو سره د بین الافغانی مذاکراتو د پیاوړتیا لپاره د یوې مناسبې لارې پر موندلو سلا مشورې کړې دی. د یوناما د مالوماتو له مخې، په دې خبرو کې ټینګار شوی چې د افغان سولې خبرو اترو د ملاتړ په تړاو به هېڅ ډول ځنډ نه رامنځ ته کېږی، ملګری ملتونه به د افغان دولت او طالبانو له استازو سره خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړی ،چې د سولې پر هڅو او پر یو تلپاتې او عادلانه ټیکاو خپل تمرکز وساتلی شی.سرچینه زیاتوی چې د استانبول کنفرانس ځنډېدو افغان غاړو ته یو بل فرصت برابر کړ چې د دوحې په روانو خبرو اترو کې پرمختګ وښیی.یوناما د پنجشنبې په ورځ په بیان کې وېیلی، په دې خبرو کې ټینګار وشو چې د افغان سولې خبرو اترو د ملاتړ په تړاو به هېڅ ډول ځنډ نه رامنځ ته کېږی.یوناما زیاتوی، (( د ملګرو ملتونو بې پرېتوب او امکانات د افغانانو او د سولې په برخه کې د بوختو نړیوالو فعالینو په ځانګړی توګه د سیمې د ېوادونو په اختیار کې دی.» د یوناما له لوری په خپاره شوی بیان کې دغه راز زیاته شوې چې دغه بنسټ به له افغان مېرمنو، ځوانانو، رسنیو، د جګړې له قربانیانو او مدنی ټولنو سره خپلو بحثونو ته دوام ورکړی، چې د یوې ټولشموله سولې د رامنځ ته کېدو په برخه کې د دوی ملاتړ وشی.موږ د سولې لپاره دا هڅې ستایو، خو وروستۍ هڅې پر پاکستان د فشار راوستو زېږنده دی، یعنې که پر پاکستان فشار نه وی، نو د سولې پروسه هم خپل مفهوم له لاسه ورکوی، امریکایی پوځی مشرانو هم په پاکستان کې د طالبانو پر طبیعی پوځی ملاتړ اندېښنه ښکاره کړې، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې ستونزه پراخولی شی، نو غوښتنه مو داده، چې پر پاکستان په کافی توګه فشارونه زیات شی، چې د سولې لپاره ریښتینی حل رامنځته او په افغانستان کې د تپل شوې جګړې جرړې له منځه یووړل شی، دا د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره ضروری مسئله ده، ځکه پاکستان په دې توګه ترهګری روزې او هڅه کوی، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې د جګړې پر زور د ترهګرۍ د ځای پر ځای کولو فرصت تر لاسه کړی، هغه وخت به دا ترهګری سیمه او نړۍ وګواښی او د امریکا او نړیوالې ټولنې د دوو لسیزو هڅې به له خاورو سره خاورې کړی!