روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پر پاکستان د امریکا د مرستو د بندېدو له پرېکړې هرکلى

د افغان حکومت اجرائیه ریاست د امریکا له هغې پرېکړې هرکلى وکړ چې له مخې یې پر پاکستان ۳۰۰ مېلیونه ډالره مرسته بنده شوې ده.د افغان حکومت اجرائیه ریاست باور لری چې پاکستان ته د امریکا دغه د مالی مرستې ورکول کولى شی چې یاد هېواد د ترورېزم له ملاتړه راوګرځوی. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم پرون آزادۍ راډیو ته وویل، دوى د ټولو هغو پرېکړو هرکلى کوی چې له مخې یې د ترورېزم پر ملاتړو هېوادونو نړیوال فشار زیاتېږی: (( هر هغه ګام چې د ترورېستی ډلو ملاتړی تر فشار لاندې راولی، موږ یې هرکلى کوو او داسې اقدامات د افغانستان، سیمې او نړۍ په خیر ګڼو، ځکه زموږ په باور په افغانستان کې د ترورېستی ډلو د ژوند یوازنى لامل له دوى څخه ملاتړ دى.)) ښاغلی میثم وویل چې پر پاکستان د پوځی مرستو بندېدل د جنوبی آسیا په اړه د امریکا د حکومت د پالېسۍ یوه برخه ده.دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزارت اعلام وکړ چې له پاکستان سره‌یې د هغو ۳۰۰ مېلیونه ډالرو مرسته لغوه کړه چې مخکې د سخت دریځو پر وړاندې د دغه هېواد له‌خوا د کافی اقداماتو د نه‌کولو په خاطر ځنډول شوې وه.امریکا پر اسلام‌اباد ملامتیا اچوی چې هغو سخت دریځو ته‌یې خوندی ځایونه ورکړی، کوم چې په افغانستان کې له ۱۷ کلونو راهیسې جګړه پر مخ وړی.د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګرمن کان فاکنر وویل چې دغه ۳۰۰ مېلیونه ډالر به بل ځاى مصرفېږی، ځکه پاکستان د جنوبی آسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ د ملاتړ لپاره پرېکنده اقدامات نه‌دی کړی.ښاغلی فاکنر دا هم ویلی چې د روان کال په لومړیو کې کانګرس پر پاکستان د ائتلاف د ملاتړ د صندوق په چوکاټ کې ۵۰۰ مېلیونه ډالر نوره مرسته هم بنده کړې وه او د دغې نوې مرستې له لغوه کېدو سره ټولې ۸۰۰ مېلیونه ډالره مرستې له پاکستانه ګرځول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید