د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ملګری ملتونه: د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمیساری ویلی، چې پر غزې د اسرائیلو بریدونه ښایی جنګی جنایت وبلل شی. د دغه سازمان پر وینا: د دوی د څېړنو له مخې، تر اوسه یې هېڅ داسې شواهد نه دی موندلی ،چې وښیی اسرائیلو دې پر غزې بمبارۍ کې ترهګر په نښه کړی وی.یاد سازمان څرګنده کړې، د دوی موندنې ښیی ،چې اسرائیلو په غزه کې د ترهګرو په نامه ملکیان په نښه کړی او دا مسئله کېدای شی جنګی جنایت وبلل شی.د ویلو ده، چې څه موده مخکې اسرائیلو پر غزې مرګونې بمباری وکړه او په پایله کې یې ګڼو ملکی وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ درانه اقتصادی زیانونه واوښتل.د یادونې وړ ده ،چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونی بلینکن ویلی، چې نړیواله ټولنه به وهڅوی څو له غزې سره مرسته وکړی.نوموړی د اسرائیلو له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر لیدنې وروسته ویلی چې امریکا به په غزه کې د ناوړه بشری وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی.