د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی: پر ریاض د پوځی تجهیزاتو د خرڅلاو بندیز ، امریکا ته د سزا ورکولو په مانا دی. ډ ونالډ ټرمپ وایی، چې نورې زورورې لارې هم شته چې امریکا یې غوره کولای شی، خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.ټرمپ وویل: که امریکا پر سعودی عربستان وسلې بندې کړې، سعودی عربستان به یې له روسیې اخیستل پیل کړی.(( فکر وکړئ، دا د ۱۱۰ میلیاردو ډالرو خبره ده، چې نورو هېوادونو ته به یې ورکړی، زما په باور، دا به د امریکا ساده ګی وی.))