روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پر روغتیا د دعا او دیندارۍ اغېزې

هغه څېړنه، چې پر ۱۰۰۰۰ دولتی کارکونکو په ۲۶ کلونو کې ترسره شوې، دا یې په ډاګه کړه، چې متدین او دینداره خلک له غیر متدینو څخه ډېر کم د زړه د ناروغیو له امله مړه کېږی او په هغې څېړنه کې، چې په ۱۹۹۵ کال کې په یوه کالج کې په ۲۵۰ کسانو د زړه د عملیاتو وروسه ترسره شوه، دغه ډول پایله لاس ته راغله، چې دغو کسانو له مذهبی او ټولنیزو خلکو سره اړیکه لرله ،۱۲ سلنه کم ېې د زړه ناروغی د هغو کسانو په پرتله کمه لرله ،چې نه ېې اجتماعی اړیکې او نه مذهبی.

د یوه پوهنتون څېړونکو په روغتون کې له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۸۹ کلنو پورې ۱۰۰۰ ناروغان تر څېړنې لاندې ونیول او دا پایله یې تر لاسه کړه هغه ناروغان، چې دعا او لمونځ یې کاوه د نورو په پرتله یې پرېشانی او غم کم وو.

د مکزیکو پوهنتون هم پر هغو کسانو په څېړنه بوخته دی، چې الکلی مواد څکی. همدا ډول د باسټر پوهنتون له لوری هم د دعا او دیندارۍ په اړه څېړنه شوې .

په ژوند کې د یوې مذهبی لارې تعقیبول د انسان د سلامتیا لامل کېږی . دینداره خلک د نورو خلکو په پرتله ډېر کم په نېشه ېې توکو لکه سګرېټ ،شراب او نورو اخته کېږی ، خو کافر او بې عقیدې خلک له دا ډول ستونزو سره لکه د نېشیی توکو کارول او ذهنی خفګان سره زیات مخ کېږی .

د زړه د ناروغیو متخصص، رانډولف بیرډ د فرانسیسکو په عمومی روغتون کې پر ۳۹۳ ناروغانو بې سارې او پراخه څېړنه کړې، پر یوې ډلې، چې دعا او عبادت یې کاوه او بله ډله، چې دا کار یې نه کاوه څېړنه وشوه. په دې څېړنه کې نه ناروغان خبر و او نه ډاکتران، چې په کوم ډول خلکو څېړنه کوی او د څه لپاره یې کوی.

ددې تحقیق پایلې ډېری د ډېرو متخصصو لپاره د تعجب وړ وې.دې پایلو وښوده هغه ډله ناروغان، چې دعا او عبادت یې کاوه د نورو په پرتله یې دارو درمل ډېر کم کارول او روحی حالت ېې هم ښه و او د ځینو ناروغیو پرتله ېې له نورو سره داسې وه.

د نور ناروغانو پر وړاندې یې (۳ د ۱۶ په مقابل کې) آنتی بیوبیک ته اړتیا لرله.

د نورو ناروغانو په پرتله ډېر کم د (وروم او آماس ریوی ) باندې اخته و (۶ د۱۸ په مقابل کې(

د ډوډۍ تېرولو په وخت کې یې په ستونی کې ساه نه بندېدله.(۰ په مقابل د ۱۲ کې)

له انسانو پرتله پر نورو شیانو هم څېړنې شوې دی. د هغو څېړنو له ډلې څخه، چې په ۱۳۱ کارونو شوې، دا جوته شوه، چې هغو غنمو ته، چې د لوېدو لپاره یې دوعا شوې وه د نورو په پرتله ډېر لوړ شوی وو.

په نړۍ کې د دعا او درملنې مشهور متخصص (لاری دوسی) وایی: زه هر وخت د دعا ازمیښتونه کوم، د دعا پایلې یوازې په انسانانو کې نه بلکې په نورو کایناتو کې هم څرګندېږی او له دې لارې انسان کولای شی د خپل ځان او ورځینو چارو ته بدلون ورکړی.)

لاری دوسی په خپل کتاب (شفا ورکونې ځانګړتیاوې ) کې، چې په واشنګټن کې یې د روغتیا نړیوالې موسسې په مرسته ترسره کړې،۱۰۰ ازموینې، چې ډېری برخه یې د ادبیاتو ارواپوهنې کې چاپ شوې د دعا، فکری تجسم اثرات یې تر څېړنې لاندې نیولی دی. له دې ازموینو څخه ېې نیمایی د دعا په برکت مثبتې پایلې ورکړې وی .

څېړنو ثابته کړې، چې دعا او ذکر په لاندې ناروغیو ډېر اثر لری، لکه:

دوینې لوړ فشار

زخم

دزړه حمله

دسر درد

اضطراب

هېڅ شی نه شی کولای، چې د دعا اثر ودوری. په یوه څېړنه کې دغه موضوع وڅېړل شوه،په یوه قفس کې یو کس کښینول شو او شاوخوا یې په الکترومگنتیک پوښلی و،خو بیا هم د دعا اثر له هغه څخه تېر شو.

د باسټن په کنفرانس کې، چې د هاروارډ په پوهنتون کې جوړ شوی و، دا وړاندوینه هم وشوه ،چې په راتلونکو لسو کلونو کې نه دا چې د ناروغ څخه د ناروغیو د نښو پوښتنه وشی ،بلکې تر څنګ به یې د ناروغ د دعا، عقیدې او دیندارۍ په اړه هم معلومات واخیستل شی.

نویو علمی څېړنو داهم وښوده، چې کېدای شی له دې وروسته دعا د وزرش او یا نورو درملو په څېر په طب کې شامله شی. په هغه څېړنه کې ،چې پر ۹۱۰۰۰ کسانو ترسره شوه ویې ښوده هغه خلک،چې په منظم ډول جوماتونو ته تلل او هغه کسان، چې نه تلل ۵۰سلنه د زړه په ناروغیو کم اخته کېدل او ۵۳سلنه کم دنور په پرتله ځان وژنه کوله.  ژباړه: ساحل منګل

ممکن است شما دوست داشته باشید