روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پر تورې کرښې، سپینې خبرې

پوهاند اسمعیل یون

دوهمه او وروستۍ برخه

له نن څخه یوه نیمه پېړۍ دمخه لا انګرېزان دې ته متوجه وو، چې روسان به پر افغانستان یرغل کوی، نو ځکه خو د هند وایسرای (جان لاورینس) د دې شونتیا په اړه، چې روسیه به پر افغانستان یرغل کوی، ځان به هند ته رسوی، ویلی وو: ((پرېږدئ چې هغوی لوی ګامونه واخلی او وړاندې ولاړ شی، د اباسین او اکسوس تر منځ ولوېږی، پرېږدئ چې دوی خپله لاره ووهی، دسختو هېوادونو پر لور، هغه هېوادونه چې متعصب او زړور نفوس لری، چېرته چې په هر میل کې یوه نه ماتېدونکې مځکه راځی، دوی مجبور دی چې مقاومت وکړی، هغوی به ډېر ځواک له لاسه ورکړی، بیا به له ستړیو پیاده وو، ماتو سپرو او له عیبونو ډک توپچی نظام سره څنګه هند ونیسی؟))

امریکایان، چې دلته په پیل کې په ډېر غرور راغلل اوس په خټه کې نښتی دی،  د پاکستان د نه مهار له امله له سختو ستونزو سره مخ دی او د ماتې امکان یې ډېر دى. لیکوال د نورو لیکوالو په شان ((افغانستان د امپراتوریو هدیره)) ګڼلې ده.

ډیورنډ کرښه: لیکوال په خپل اثر کې ګڼ شمېر داسې دلایل راوړی ،چې د هغو له هر اړخیز تحلیل وروسته سړی دې نتیجې ته رسېدلای شی چې دا کرښه په چل، مهارت او یا هم د امیر د ناجوړتیا په حالت کې پرې لاسلیک شوې ده، لاسلیک هم پر بل کاغذ شوی او اصلی متن امیر ته نه دی وړاندې شوی، تیمور ډیورنډ او امیر عبدالرحمن خان ، چې دواړه په فارسی ژبه پوهېدل او له مخکنی لفظ سره سم متن باید په همدې ژبه ترتیب شوی وای، خو ډیورنډ امیر ته یوازې انګرېزی متن ښکاره کړی، چې امیر پرې نه پوهېده او نه هم پر دې مهال له امیر سره د ژباړن او درېیمګړی په توګه څوک موجود و، یوازېنى کس چې د پردې تر شا ناست و او یادښتونه یې اخیستل، هغه هم  میر سلطان محمد خان و، چې په خټه پنجابى او ویل کېږی چې د انګرېزانو جاسوس هم و. لیکوال د ډیورنډ د هوکړه لیک په برخه کې د درېو کسانو رول ډېر مهم ګڼی ،چې یو انګرېز جاسوس (سالټرپیین) بل تیمور ډیورنډ او درېیم ډاکټر (هیملټون) چې ټول انګرېزان وو. لیکوال ډېر داسې دلایل راوړی ،چې امیر دا مهال سخت ناروغ د حافظې توازن یې له لاسه ورکړی او د هډوکو په درد اخته و، هره دویمه خبره پرې بده لګېده. لیکوال دا پوښتنه مطرح کوی، په داسې حال کې چې امیر د خپل حاکمیت لپاره په کور دننه وړې وړې سردارۍ ختمې کړې، د خپل حاکمیت ساحه یې پراخه کړه، څنګه دې ته حاضرېدلای شو چې د خپلې خاورې یوه برخه پردیو ته وبښی، همدغه پوښتنه یې چې د کتاب په پیل کې مطرح کړې وه، په وروسته برخو کې یې ورته مستدلل ځوابونه ورکړی دی.

له هوکړه لیک وروسته حالت: لیکوال پر دې ټینګار کوی چې دا هوکړه لیک هېڅکله هم د پولو د تثبیت لپاره نه و برابر شوى، نه د انګرېزانو امپراتوری دا غوښتل او نه امیر، ځکه انګرېزان په دې پوهېدل چې د مصنوعی پولو جوړول او بیا د هغو ساتنه له حقوقی، پوځی او اقتصادی پلوه اسانه کار نه دى، په دې تړون او ترې وروسته ټولو اسنادو کې د نفوذ ساحه ذکر شوې ده،  نه له برېتانوی هند سره د دې ځمکو د الحاق مسئله. ده په دې برخه کې د انګرېزانو د هغه وخت د لومړیو وزیرانو، دبهرنیو چارو وزیرانو، ځینو سفیرانو، پوځیانو او ژورنالېستانو نظرونه هم د سند په توګه راوړی دی. لیکوال وایی چې کله هم د تزاری روسیې او افغانانو تر منځ پولې تثبیت شوې او همدې انګرېزانو په کې حضور درلود، نو بیا تر ننه پورې هېڅکله هم کوم لوری د اعتراض غږ پورته نه کړ، خو د ډیورنډ کرښې په باب له (۱۸۹۳م) کال وروسته په (۱۸۹۸، ۱۹۰۵، ۱۹۱۹، ۱۹۲۱، ۱۹۳۰)کلونو او نورو وختونو کې څو ځله له هر افغان واکمن سره د بیا بیا تائید او تصدیق په باب خبرې شوې دی، دا د دې مانا ورکوی چې دا کرښه کومه طبیعی پوله نه وه او یوازې د برېتانوی هند او افغانستان د امیر د نفوذ یا اغېزې موقته ساحه په ګوته کوی.

سر وییلم کییر فراسر ټایټلر وایی: ((دا کرښه د قوم پېژندنې، جغرافیې او تګلارې له مخې بې منطقه ښکاری.))

لوییس دوپری وایی: ((دا د یوې مصنوعی کرښې تر ټولو ښه انځور دى چې یوه کلتوری سیمه سره بېلوی)).

د برېتانیا د کورنیو چارو پخوانى وزیر او بیا وروسته لومړى وزیر (هربرت اسکویټ) وایی: ((دا قوانین ټول نړیوال اصول، ټولنیز عدالت او ټولنیز مفهوم تر پښو لاندې کوی.))

د افغانستان پر هر حکومت چې هر څومره فشار راغلى چې دا کرښه په رسمیت وپېژنی، چا ورته غاړه نه ده ایښې، ان د ډېرو کمزورو حکومتونو واکمنو هم دا کار نه دى کړى. کله چې پاکستان د یوه نوی دولت په توګه ظهور کاوه، له هغه یوه اوونۍ دمخه افغانستان برېتانوی هند ته په رسمی ډول احتیاج وکړ او په کې یې وویل چې له ډیورنډ کرښې اخوا د بریتانوی هند تر کنټرول لاندې پښتنو لپاره باید د ټولپوښتنې ځانګړى صندوق کېښودل شی چې دوى مستقل هېواد غواړی او که بېرته له خپل پلرنی هېواد (افغانستان) سره یو ځاى کېږی؟ له پاکستان او هند سره خو د یو ځاى کېدو خبره هېڅ مطرح نه وه.

د پاکستان له جوړېدو سره سم افغان دیپلوماتانو  اووه ورځې په متواتر ډول په لندن کې د برېتانیا د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې وکړې او له خپلې خاورې سره یې د جلا شویو سیمو  د بېرته الحاق غوښتنه وکړه. انګریزانو وویل چې پاکستان د برېتانیا ځایناستى دى، افغانانو ورته وویل چې پاکستان خو له هند څخه راجلا شوى، نه دا چې هند له پاکستانه رابېل شوى، خو که ستاسو ځایناستى وى، نو باید هغه ستاسو وارث هم وی او ستاسې پورونه هم پرې کړی، اوس خو  د بریتانیا پورونه هندوستان پرې کړی، نه پاکستان. افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د غړیتوب پر غوښتنه هم اعتراض وکړ، ملګرو ملتونو په پیل کې ځکه د پاکستان غړیتوب ونه مانه چې هغه د چا وارث نه و، پاکستان ته یې وویل چې تاسو د یوه نوی دولت په توګه غړیتوب ترلاسه کولاى شئ، خو نه د کوم بل دولت د وارث په توګه، نو څوک چې د یو چا د وراثت دعوه له لاسه ورکړی، له هغه سره د کوم تړون په باب ولې بحث وشی؟ لیکوال وایی چې د افغانانو له فعالې دپلوماسۍ سره سره بیا هم د پښتنو برخلیک د پاکستان لاس ته پرېوت. دى په دې برخه کې د ټولو هغو اشخاصو او حکومتونو نومونه اخلی چې په دې سلسله کې ګرم دی، لکه جواهر لعل نهرو، اولف کایرو، جناح، میرزا، لیاقت علی خان، د بریتانیا حکومت او نور…

د ډیورنډ غمیزې حل لارې: لیکوال خپل اثر له یوه هدفمن مسیره پیل کړى او پر یوه هدفمن او هیله من بهیر یې پاى ته رسولى دى. لیکوال د یوې نتیجې په توګه وایی چې د افغان غمیزې د دومره اوږدوالی یو اساسی علت  ډیورنډ کرښه ده، که چېرې دا کرښه نه واى، افغانستان به د لویې لوبې ډګر نه واى، په افغانستان کې به جګړې نه واى، افراطیت به نه واى، د روسانو او امریکایانو یرغلونو ته به زمینه نه برابرېده او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه به د افغانستان په کړکېچ کې نه راټاله کېدل، دى وایی چې په سیمه کې پاکستان هغه نوى هېواد دى چې له پیله یې د ځمکنیونې ستراتېژی درلودله، دى وایی: کوم ظلمونه چې پاکستانی پوځیانو پر پښتنو کړی، هېڅ یرغلګر نه دی ترسره کړی، لیکوال دا ادعا ثابتوی چې پاکستان د ځمکنیونې شوق لری، د هند او افغانستان پراخې ځمکې یې لاندې کړی دی، بیا وایی: ((تر هغه پورې چې پاکستان له ځمکنی پلوه مهار او راکم نه شی، په دې منطقه کې طبیعی ثبات نه راځی، دى د پېړیو په اوږدو کې (آمو) او (اباسین) د افغانانو طبیعی پولې بولی او له نړۍ څخه غوښتنه کوی چې د دې هدف لپاره له افغانانو سره ودرېږی. دى په دې برخه کې د برېتانویانو ډېر اعترافات هم یادوی، لکه یو برېتانوی جنرال سرجیمز کوټران چې ویلی وو: ((زموږ د امپراتورۍ طبیعی پوله اباسین دى چې بل څوک یې د نیولو جرئت هم نه شی کولاى.)) لیکوال وایی د خاورې همدې بېلتون افغانستان کمزورى ساتلى او نه شی کولاى په سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل حقوق ترلاسه کړی. دى په دې نظر دى چې نړیوال زبرځواکونه په اوسنی شکل نه پاتې کېږی، امریکا ورځ تر بلې پخوانى زور او ځواک له لاسه ورکوی، چین او روسیه په سیمه ییزه او نړیواله کچه د دوو نویو زبرځواکونو په توګه راڅرګندېږی. لیکوال په دې خبره هم خواشینی ښکاره کوی چې د پښتنو په باب په خپله د دوى له خوا ډېر کم اثار لیکل شوی او هغه هم اکثره بېرته له منځه تللی دی او د بهرنیو له خوا چې کوم اثار لیکل شوی، اکثره یې فلتر شوی او د هغو د ګټو انځورونه کوی. راجیف ډوګرا د طالبانو پر وړاندې له امریکا سره د پاکستان شرکت صادقانه نه بولی او دا د امریکا یوه غټه تېروتنه ګڼی چې پاکستان ته د یو ستراتېژیک ملګری په سترګه ګوری، لیکوال امریکا ته یادونه کوی چې پاکستان له امریکا سره کټ مټ همغه لوبه کوی چې له پخوانی شوروی اتحاد سره یې کړې وه. د پاکستان پوځیان په دې نظر دی چې موږ د نړۍ یو ستر زبر ځواک دلته مات کړى او اوس د بل ستر زبرځواک نوبت دى. لیکوال د افغانستان د حقوقی داعیې لپاره ټول مستدلل دلایل راوړی، د هغو په پاى کې د خپلو خبرو د نچوړ په توګه د دې یادونه کوی چې د دې ټولو دلایلو بریا هله ممکنه ده چې یو قوی او غښتلی افغانستان جوړ شی او د قوی او غښتلی افغانستان جوړېدل بیا هغه وخت ممکن دی چې ډیورنډ کرښه له منځه لاړه شی او افغانستان خپلو طبیعی پولو ته ورسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید