روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پر بېلاروس دې اقتصادی بندیزونه سخت شی

اروپایی پارلمان د بېلاروس پر وړاندې د سختو اقتصادی بندیزونو او یو لړ نورو اقداماتو غوښتنه وکړه.د دغو اقداماتو غوښتنه د بېلاروس له خوا د اپوزیسیون د فعال رامان پراتاسیوېچ د نیولو لپاره د راین اییر هوایی شرکت د الوتکې د جبری کښېنولو په ځواب کې شوې ده.بېلاروس د مې میاشتې پر ۲۳مه د راین اییر هوایی شرکت الوتکه د مېنسک پر هوایی ډګر ناستې ته مجبوره کړې وه.د اروپایی پارلمان وکیلانو د پنجشنبې په ورځ  په غیر لازم الاجرا پرېکړه لیک کې وویل: اقتصادی بندیزونه باید د بېلاروس د تېلو دولتی کمپنۍ، کېمیاوی صنعت، د فولادو او لرګیو د پروسس صنعتونه په نښه کړی.وکیلانو وېیلی، د بېلاروس له دولتی بانکونو سره همکاری او مالی راکړه ورکړه، باید ودرول شی او په نړیوال بانکی سیستم کې د بېلاروس د ځنډولو په باب دې هم غور وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید