روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پر بشری حقونو د څار ډله: په بلغاریا کې افغان کډوال شکنجه کېږی

پر بشری حقونو د څار ډلې راپور ورکړی ، چې په بلغاریا کې له افغان کډوالو سره بد چلن روان دی.راپور کې ویل شوی، داسې شواهد یې موندلی،چې بلغاریایی پولیس له ترکیې سره پر ګډه پوله افغان کډوال نیسی، له هغوی پیسې اخلی او په سپیو یې شکنجه کوی.دغه راز راپور کې وړاندې ویل شوی، دغه کډوال بیا پرته له دې چې قضیه یې وڅېړل شی،له غیر رسمی اسنادو سره ترکیې ته راستول کېږی.پر بشری حقونو د څار ادارې له بلغاریایی پولیسو غوښتی،چې له کډوالو او پناه غوښتوونکو سره له دا ډول بد چلن لاس واخلی او دا کار یې سخت غندلی دی.اخوا یو شمېر افغان کډوالو هم په بلغاریا کې له ورته چلن شکایت کړی او ادعا یې کړې،چې پولیسو پر سپیو داړلی او څه چې ورسره وو، ټول یې ترې اخیستی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید