د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اېټالیا په پلازمینه روم کې د افغانستان سفارت له آدرسه د وری پر ۲۸ تمه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی، د افغانستان سیاسی استازولی پر افغان خاوره د پاکستانی ځواکونو هوایی برېدونه غندی، چې په پایله کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوی، عامه ملکیتونه ویجاړ شوی او ګڼ خلک بېځایه شوی دی.
اعلامیه کې ویل شوی،چې افغانستان په څو څو وارې د دغو پېښو په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته بشپړ مالومات وړاندې کړی دی.
روم کې د افغانستان د سفارت له ادرسه ویل شوی،چې دوی هیله لری، چې د پاکستان دغه ډول سرغړونې پای ومومی.